شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهکډوالو وزارت: اروپایي هېوادونه د انساني قاچاق د شبکو په اړه خپل...

کډوالو وزارت: اروپایي هېوادونه د انساني قاچاق د شبکو په اړه خپل مسوولیت نه ادا کوي

تاند: ( یکشنبه، د دلوې ۳۰ مه )  د طالبانو د رژیم د کډوالو چارو وزارت له اروپایي هېوادونو غواړي، چې دغو هېوادونو ته د افغان کډوالو د وړونکو انساني قاچاقبرانو مخنیوی وکړي.

د دغه وزارت مرستیال مولوي محمد ارسلاح خروټی وایي، چې یاد شوي هېوادونه د انساني قاچاق د نړیوالې مافیا پر وړاندې د مبارزې مسوولیت لري، خو دا مسوولیت نه ترسره کوي.

هغه په دې برخه کې د کوم هېواد نوم وانخیست.

دغه طالب مقام په بلغاریا کې د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو ډله ییز مرګ د خواشینۍ وړ ګڼلی، خو نه یې دي ویلي، چې د یادې پېښې په اړه به د مسوول وزارت په توګه څه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چار وزارت د بلغاریا په صوفیه ښار کې د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو ډله ییزې وژنې ته په غبرګون کې له ټولو افغانانو غوښتي، چې پر ناقانونه او قاچاقي لارو له سفرونو ډډه وکړي او خپل ژوند په خطر کې وانه چوي.

طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې خلک له هېواده د افغان پناه غوښتونکو د پراخ سېلاب د وتو اصلي عامل د طالبانو افراطي واکمني او ناسمې پریکړې بولي.

د طالبانو له واکمنیدو وروسته، چې اقتصادي او بشرين ناورین، د خلکو پر ورځیني ژوند محدودیتونه او نورې ستونزې زیاتې شوي، په لسګونه زره افغانان له هېواده د تېښتې په هڅه دي او یوه لویه برخه یې په ناقانونه او خطرناکو لارو لویدیز ته د تګ هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب