جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله: دښمن مو مات کړی، اوس تبلیغات راپسې کوي

ملا هبت الله: دښمن مو مات کړی، اوس تبلیغات راپسې کوي

تاند: ( یکشنبه، د دلوې ۳۰ مه ) د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده له خپلو یو شمېر ځایي چارواکو سره په لیدنه کې له نوم اخیستو پرته خپل دښمنان تورن کړي، چې په نظامي ډګر کې له ماتې خوړلو وروسته یې د دوی د رژیم خلاف تبلیغاتو ته مخه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي له قوله لیکلي:(( دښمن په نظامي ډګر کې ماته خوړلې، خو په تبليغاتي ډګر کې اوس هم زیات کوښښ کوي چې ذهنونه په تشويش کې واچوي، په موجوده اسلامي نظام یې بې باوره کړي، مسئولین او عام ولس باید د دښمن دسیسو او شومو پلانونو ته متوجه وي او د دښمن په تبلیغاتو تېر نه وزي.))

طالب مشر دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په وروستیو کې د هغه یوه مرستیال او د کورنیو چارو وزیر یې سراج الدین حقاني، د ادارې د رئیس الوزرا اداري مرستیال یې ملا عبدالسلام حنفي، د کانونو او پټرولیم وزیر یې شېخ شهاب الدین دلاور او یو شمېر نورو چارواکو په مختلفو بڼو د طالبانو پر واکمنۍ ضمني نیوکې کړي دي.

د طالبانو د کانونو وزیر او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي په وروستیو څرګندونو کې د دوی ترمنځ د اختلافاتو ادعاوې رد کړي، خو سراج الدین حقاني په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالب مشرانو او ویاندویانو نه دي ویلي، چې دښمنان یې څوک دي او څنګه یې پر ضد تبلیغات کوي؟

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو یو شمېر منتقدانو د دوی د مشرانو او چارواکو د مخکینیو څرګندونو ویډیویي لینکونه خپاره کړي، چې دوی پکې له اوسني وضعیت څخه نارضایتي ښودلې او توندې نیوکې یې ورباندې کړي دي.

2 COMMENTS

  1. دشمن دی مات نکړو معامله دې ورسره وکړه ملت دی مات کړو او دشمن دې خوشحاله کړو دې دشمن همدغه ارمان وه چی افغان ملت خوار او ذلیل شې لکه څنګه چی ستا بییوتده او دې اسلام دشمن انسان په واسطه کامیاب شه ستا هیبتی ته افغانستان او ولس هیڅ اهمیت نلری ستا قسم کړی چی خپل ناروا پلار ای اس ای ته به تر مرګه خدمت کوې او خداې به دې ډیر زر ذلیله او خوار کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب