ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري
د ژور خپګان لاملونه او نښې ډېرې دي. تر ټولو اړینه خبره دا ده چې لومړی پر دې پوه شو چې کومې نښې، کومې کړنې او څه ډول چلن راته جوتوي چې ژور خپګان لرو یا یې نه لرو.
د افسردهګۍ عمده نښې دا دي
که چېرې دا نښې تاسو کې وي، لږ ځان ته ډېره پاملرنه وکړئ، اندېښنه مه کوئ او درملنې ته یې ځان جوګه کړئ.
-د خوب ګډ وډي: یانې ځينې وخت بېخوبي، ځينې وخت ډېر ویده کېدل، ځينې وخت لږ خوب، یا سهار وخته بې دلیله له خوبه راپاڅېدل، د ژور خپګان نښه کېدی شي.
-د اشتها خرابېدل: که چېرې یو کس لومړی ډېره ډوډۍ خوري؛ خو ورو ورو یې اشتها خرابېږي، کموي یې، ډنګرېږي او هېڅ کوم ځانګړی لامل هم ونه لري، دا مانا چې کېدی شي پر ژور خپګان اخته وي. یا برعکس، که څوک لږ ډوډي خوري؛ خو یو دم یې اشتها ډېرېږي، وزن زیاتوي، څوربېږي؛ نو پر ژور خپګان د اخته کېدو امکان یې شته.
-نه تمرکز: هغه کسان چې آن ورځپاڼه سمه نشي لوستلي، په سریال نه پوهېږي، امکان لري پر ،ژر خپګان اخته شوی وي؛ ځکه اصلاً دوی تمرکز نه شي کولی څو د ورځپاڼې یا بل څه پر آر مطلب پوه شي.
-کوم کسان چې هره ورځ ذله وي، ستومانه وي، ګهیځ مهال هم د ورځې پیلولو سمه انرژي او ځواک نه لري، دا مانا چې پر خپګان اخته دی.
-ناهیلي: له ژونده بېزاري، د ژوند د ختمولو فکرونه لرل، ژوند ته په شور او ذوق لېوالتیا نه لرل یې هم یوه نښه ده.
-بېځایه او بې موخې حرکات: ځينې کسان چې ژور خپګان ولري، سهار وخته که پاڅېږي هم، بې دلیله په کوټه کې داسې ګرځي-راګرځي لکه چاته چې په تمه وي.
-جسمي کمزورتیا: جسماً د کمزورتیا پیدا کېدل، لنډمهاله او اوږدمهاله ځان دردي د افسردهګۍ یوه نښه ده.