شنبه, مې 4, 2024
Home+سیدمنتظرشاه هاشمي له طبیعت او طبیعی منظرو سره آشنا شاعر

سیدمنتظرشاه هاشمي له طبیعت او طبیعی منظرو سره آشنا شاعر

پوهاند دودیال

ښاغلی سیدمنتظرشاه هاشمی د کرنې متخصص دی، خو زه یې له دیرشو کلونو را دېخوا د شاعر په توګه هم پېژنم. د ده د اشعارو یوه ځانګړتیا دا ده چې طبیعی منظرې او ښکارندې پکې ډیرې ښکاري. شاید ډیر لږ کسان دې ته ځیر شوي وي، چې ده د طبیعت ښکلا، شتمني، تنوع اوپېښې څومره ښې انځور کړي، دي. ان دا چی دده د شعرونو ټولګه (ساړه بادونه) نومیږي، چې دطبیعت او انسانی ماحول یوه پېښه ده.

لږ مخکې مې هاشمی صاحب د کرنې د متخصص په توګه یاد کړ، غوره ده چې د ده دزده کړو یادونه وکړم:

سید منتظر شاه هاشمی د همیشه بهار او ښکلی ننګرهار د هسکې مینې اوسیدونکی او په همدې ښکلې شنه او ښېرازه سیمه کې را لوی شوی دی. لومړنۍ زده کړې یې د شېولې بابا ښوونځی کې، خو منځنۍ زده کړې یې د فراه ولایت د کرنې مسلکی لیسه کې او بیا یې لوړې زده کړې د کرنې پوهنځی د لسانس په کچه بشپړې کړي او د فراغت له وخته تر اوسه یې د کرنی په برخه کې په بیلابیلو دولتی او نړیوالو ادارو او موسسو کې کار کړی دی. زه ورسره د محصلی له وخته د پېژندنی ویاړ لرم. فکر کوم له دوی څخه به یوه دوره مخکی وم. د محصلی په دوره کې ما ته په دغه پوهنځي کې د دیوالی جریدې مسئولیت را سپارل شوی و. دغه جریده هرو پنځلسو ورځو کې یو ځل نوی کیده، نوم یې (مشعل دانش) و، نوځکه مې دغه پوهنځی کی لیکوال او د فرهنګی مسایلو مینه وال پیېژندل. په دې کې څو نور شاعران لکه؛ استاد شیما غفوري، شفیع الله بابری، حکیم کرنزی او قهار عاصی  هم وو. 

هاشمی صاحب یو متواضع او صمیمی شاعر دی. دکرنې پوهنځی کې زموږ یو استاد و، ارواښاد پوهاند ډاکتر نورګل حمزه خېل؛ الله پاک دې فردوس جنت ورته نصیب کړي د ملایکو اخلاق یې لرل؛ ډیر متواضع، صمیمی ، مخلص اومتقی عالم و، ده به تل موږ ته ویل:  

(…ستاسو سروکار، بوټو، خاورو، کلیوالو، اوبو او بزګرانو سره دی، نو ځکه باید نرم، ساده، خاکسار اوسئ). زه چې فکر کوم او د هاشمی صاحب تقوا، زحمتکشی، صمیمیت او ادبی طبع ګورم، کیدای شی د ارواښاد استاد خبره یی کلکه په یاد ساتلی وي. هاشمی صاحب اوو بیلابیلو مسلکی ادارو او موسسو کې ګران هیواد او زموږ بزګرانو او پتمنو خلکو ته په صداقت سره کار کړی دی او همدا اوس یې هم  د فتح اباد او درونټې سیمه کی یوه شاړه شګلنه زمکه ښه آباده او سمسوره کړې ده، شپه ورځ کار کوي. د ده د لاس بوټي او نیالګی اوس لویې ونې دي. 

هاشمی صاحب له ځلیمتوب څخه بیا تر اوسه له ادب او شعر سره مینه لري، له شاعرانو او ادبپوهانو سره یې ناسته – ولاړه وه او اوس یې هم دغه فرهنګی روابط ساتلي دي. په دې توګه نوموړی د ادب دبڼ ښه مالیار هم دی. د ادب او شعر په برخه کې یې د شعرونو ښکلی باغچه جدا د یادولو وړ ده. د ده د شعرونو یوه ټولګه هم چاپ شوی ده چې نوم یې (ساړه بادونه)  دی.

(ساړه بادونه) شعری مجموعه چې په ۲۰۱۸م.  یا ۱۳۹۷ ل. کال کې د دانش خپرندویې ټولنې له خوا د زرو ټوکو په شمېر خپره شوې ده، ټوله ( ۱۷۰) مخونه ده، لیکوال خپلې خقداری او درنې مور ته ډالۍ کړې ده. د جوړښت او بڼې له پلوه یې زیاتره اشعار په آزاد فورم کې دي. لوستونکی ته دا ثابتیږی چې هاشمی صاحب له مایوسی او د افغانستان ناوړه او ناهیلی کوونکو حالاتو ته په کتلو خپل شعری جونګ ته دا نوم غوره کړی دی. خو سره له دې؛  ډیر شعرونه یې امید بښونکی او له مینې، بشری عواطفو او آرزوګانو ډک دي. د دې ترڅنګ ډیر عالی انسانی او  د خواخوږي پیغامونه لري. د فورم له مخې یې زیاتره سپین یا بی قافیې اشعار لیکلی دي،  چې اوس وخت کې ډیر مینه وال لری، اما داسې فکر دې ونشي چې آزاد شعر آسانه او بې  پیغامه یا له عواطفو تش دی، بلکې آزاد یا سپین شعر خپلې باریکی او زیبایی لری. د ده په قلم یوشمیر د غزل او قصیدې اډانه کې لیکلی شوی  شعرونه هم همدومره ښکلی دي، له دې څخه ښکاری چی پاچا صاحب له کلاسیک ادب سره مینه لری او هغه یی لوستی دی. د ده په اشعارو کې بیګانه کلمات ډیر لږ دي، تر ډیره یې نږه ملی  او ولسی ژبه کارولی ده چې دا یې د کتاب بله ښېګڼه ده. د دې علت به ممکن  دا وی چی هاشمی صاحب د خپل مسلک له تقاضا سره سم ولس، بزګرانو او کلیوالو سره نږدې پاتې شوی دی او تل یی د دوی په ژبه خبرې کړي دي او د همدوی له خبرو اترو یی زده کړه  او  الهام تر لاسه کړی دی.

د ګران ورور هاشمی صاحب د اشعارو په ټولګه باندې درانه او مشر استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار یوه ډیره جامع او ښکلی لیکنه کړی ده. همدا رنګه د ادبیاتو د پوهنځی استاد محترم ډاکتراسمعیل یون هم یوه سریزه ورباندې لیکلی ده. 

د سیدمنتظرشاه هاشمی ډیر عمر له کښت، کرنی، ونو، بوټو او ګلانو سره تیر شوی. همدې ساحه کې یې زده کړې او کار کړی دی، تجربی یی ترلاسه کړي دی او له طبیعی ښکارندو سره نږدې پاتې شوی دی، نو ځکه یې په شعر کې دا ټول انعکاس لري، آن دا چې د شعرونو نومونه او عنوانونه یې زما پورته خبره تصدیقوي . د بیلګې په توګه د شعرونو عنوانونه یې لکه باران، پرخه، ځنګل، باد، ګرګه، کوتره، بانډه ګۍ، ګل، تنده، ګلپاڼه، چړه، ډنډوکی، غنم لو، چنار، هسک چنار او داسې نور ښکلی او دطبیعت له ښایسته لمنې را ټول شوی عنوانونه او  نومونه. په اشعارو کې یې  د طبیعت ټولې ښکلاوې څرګندې دي. آن دا چې دشعر جوړښت یې د طبیعت او خدایی رنګونو په شان سکښت لري. 

سره له دې چې زه، هاشمی او زموږ ټول همزولی دغمونو او ناخوالو د دورې خلک یاستو، د افغانستان تر ټولو بدې او سرګردانه ورځې زموږ په نصیب شوی، خو بیا هم د هاشمی صاحب روحیه د ناوړه حالاتو په وړاندی قوی وه، ډیر هغه کسان چی ملا ماتوونکو ستونزو او ناهیلیو له پښو وغورځول، برخلاف د هاشمی صاحب قد و قامت لکه چنار استوار او هڅاند پاتې شو، او د شعر شنو پاڼو یی په خلکو  خوندور سیوری وکړ او د شاعرانه  خیال دنسیم په چلند سره یی خوږې نغمی جوړی او دغه نغمې وږمې شوې او دادب مینه وال یی ونازول . 

هاشمی صاحب نوښتګر دی، غزل او قصیدې یې لږ لیکلی، خو  نوی  شعر یې ډېر خوندور دی. د ده د اشعارو د ښکلا او محتوا په اړه هم پوهاند صاحب زیار او هم ډاکتریون صاحب په خپلو لیکنو کې پوره تفصیل ورکړی دی. 

ساړه بادونه شعری ټولګه اوس په کتاب پلورنځیو کې لږ موندل کیږی، خو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور کتابون او یو شمیر نورو کتابتونو کی شته اوګڼ شمیر د شعر او ادب مینه والی یې هم ځان سره لري. خو خبر نه یم چې ایا دغه شعری جونګ آنلاین دیجتال تر لاسه کیدای شی که نه؟ له دې پرته سږکال د سلواغې د میاشتی په لومړۍ اونۍ ختیځ ادبی بهیر د ښاغلی ضیاالدین همت مل په نوښت او هلو- ځلو په دغی شعری ټولګی او د هاشمی صاحب پر ژوند او کارونو یوه ښه پرتمینه غونډه جوړه کړی وه. د دغې غونډې د خبر په اوریدو ماته  دا انګیزه پیدا شوه چې د ملګرتوب د پاس او مینې په ساتنې او شعر او ادب سره د مینې په پار یو څو کرښې وکاږم او خپل هغه احساس چی د هاشمی صاحب د اشعارو په لوستلو راته پیدا کیږي اظهار کړم.

له پاک خدای څخه د سیدمنتظرشاه هاشمی خوشحالی، د قلم ښکلا او ځلا او د صحت روغیا غواړم او په ودانیزو، زرغونیزو او فرهنګی چارو کې یې د لا زیات بریالیتوب دُعا کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب