شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند استاد سعدالدین شپون روغتیايي وضعیت ښه نه دی

د استاد سعدالدین شپون روغتیايي وضعیت ښه نه دی

تاند- د هیواد د تکړه لیکوال استاد سعدالدین شپون کورنۍ وايي چې له څو ورځو راهیسې د استاد روغتیايي وضعیت خراب شوی او د ویرجنیا ایالت د سټینفورد په روغتون کې بستري شوی دی.

استاد شپون، د پښتو نثر پاچا، منلی نقاد، د «بنګي غاړه» په شمول د څو ناولونو لیکوال او نوښتګر شاعر دی.

د استاد شپون په سلګونو لنډې لیکنې په تاند کې خپرې شوي دي او اوس هم د تاند په ارشیف کې دي.

سعدالدین شپون د کندوز په خان اباد ولسوالي کې زېږېدلی، لوړې زده کړې یې په کابل او امریکا کې کړي دي.

له دې کبله چې کوچینواله یې په خان اباد ولسوالي کې تېره کړې او لومړنۍ زده کړې یې پکې کړي، د ده په داستاني اثارو کې د خان اباد انځورونه او د دې سیمې نوستالوژي ډېره لیدل کېږي.

ده په علومو اکاډیمي او امریکا ږغ راډیو کې کار کړی دی.

تاند له لوستونکو څخه د استاد شپون لپاره د ښه صحت او اوږد عمر دعا غواړي.

9 COMMENTS

  1. د الله له دربار نه محترم إستاد ته د كامل صحت غوشتونكي يم الله پاك دى روته باعزته أو صحتمنده عمر وركري

  2. استاد شپون د پښتو ادب په اسمان کې يو ځلاند ستورئ دئ ، پاک رب دې ورته روغتيا په برخه کړي، امين

  3. د خدای ج د دربار نه ورته عاجله شقا غواړم ډیره موده وشوه چی د تاند په صفحه باندی به می د استاد شپون لیکنه تعقیبوله خو بعد د (دکان د آدم خان) نه پس می بله کومه لیکنه ونلیده د استاد شپون لیکنی ته منتظر ووم نن په خواشینی سره خبر شوم چی استاد شپون مریض دی

  4. شپون صاحب د افغانستان ستتره فرهنګی ټولنیزه هستی ده. خدای ج له درباره ورته عاجله او کامله روغتیا غواړم. د ده ټول درد و رنځ دی د افغانستان په دوښمنانو ولګیګی.آمین

  5. Hello,
    I was waiting for Prof. SHPUUN saheb’s a new writing, too.
    Now we should pray to Almighty Allah that might give him SHIPHA from the malignant diseases. Aamieyn.

  6. دشپون سيب دناروغي خبر په سر گنس کړم، سره ددي چي ناروغي او روغي دواړه دانسانانودژوند ملگري دي،پر هيچا دناروغي پيرزوينه نلرم خوپرشپون سيب خو هيڅکله هم .دبينيازه خالق نه ورته عاجل صحت غواړم ،خداي ژرترژره دده دقلم څوکه روانه کړي.

  7. د الله له دربار څخ محترم إستاد ته د كامل صحت غوشتونكي يم الله پاك دى روته اوږ أو صحتمنده عمر وركريد
    داستاد ټولو ناولو می لوستلی دی خو شین ټاغی نول می څو واری لوستلی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب