جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادببېلتون / ليکوال: نظر محمد افغان

بېلتون / ليکوال: نظر محمد افغان

آخ ! هېڅکله مې نۀ هېريږي،چې پۀ زيړي مازيگر لکه وړه بلبله راته ميده،ميده لگيا وې.ظاهري حواس او د سر سترگې مې ،لکه ماهر ارواپوه ستا خبرو ته غوږ،غوږ وو،خو زړۀ مې ستا دښکلا عرش ته پۀ سجده پروت و او د مينې لۀ څښتن نه يې د داسې انځورگرۍ مننې کولې.سم نيم درته اوبۀ وم.تا گواکې دا گڼله ،چې گنې زۀ ستا د خبرو ژورو ته ورکوز شوى يم؛شکرې خبرې دې لا پسې اوږدولې.ما دغه مهال ستا د سترگو سيپارې لوستې،ستا د ماڼېجنو شونډو موسکا او نورو حرکاتو ته ځير وم.ستا د سترگو،بڼو،وروځو او لاسونو حرکاتو خوند راکاوۀ.


نۀ مې هېرېږي هاغه سندريز مازيگر!چې د سيند د څپو پۀ شور کې مې ستا خوږې نغمې اورېدلې.لۀ ټولې نړۍ بې پروا مو د مينې داستان پيل کړى و.خداى خبر؛چې خلکو نۀ ليدو او که به هغوى موږ ته ړاندۀ ښکارېدل،چې لکه آدم او درخو مو يو بل ته د زړه کيسې سره کولې.


خو زۀ نۀ پوهېدم،چې پۀ دې رنگينو ورځو پسې د شپې تکې،تورې بلا را اخستې او موږ به يولۀ بله داسې سره بېلوي،چې يو به پۀ مشرق شو او بل به پۀ مغرب.زۀ د بېلتون لۀ دې سړې سيلۍ او توپانه نۀ وم خبر،چې موږ به لۀ هغه ځايه داسې پۀ هوا کړي،چې بيا به پۀ مودو،مودو يو بل نۀ گورو.


گرانې !ما خو دا نۀ گڼله،چې زۀ دې لۀ تا داسې بيل شم،چې سترگې مې ستا پۀ ديدن پسې ړندې شي،نو ځکه خو لکه ستا هومره د ديدنونو او وصال لېوال نۀ وم،لکه ستا مې د شپې سترگې پۀ ژړا نۀ سرې کېدې،ستا پۀ شان مې د شپې شوگيرونه نۀ تېرول.تۀ ډېره هوښياره وې ،تا دا ټول ښايي ځکه کول،چې لۀ مقدره به خبره وې.


خو اوس چې پۀ ارتو بيابانونو گرځم ،لۀ خدايه تا غواړم،هره شېبه الله ته ستا د وصل پۀ پار لاسونه لپه کوم، که گوندې؛ستا وصال پۀ کې واچوي.
بېلتون دې قدر را معلوم کړ


نور به سلام پۀ دوه لاسي درته کومه
نظرمحمدافغان
لغمان مهترلام ښار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب