پوهاند نصرالله ستانکزی
(دولسمه برخه)
۳۲ – د افغانستان په هکله د جینوا تړون (The Geneva Agrément On Afghanistan):
تر هغه وروسته چې پخواني شوروی اتحاد په کال ۱۹۷۹ زیږدیز کې پر افغانستان یرغل وکړ ، او د دې هیواد په گوټ گوټ کې یې خپل پوځي تاسیسات جوړ کړل، برسیره پر دې چې دغه اقدام د افغانستان د خلکو له سخت غبرگون سره مخ شو او میلیونونه خلک د وطن پریښودو ته اړ شول، د دغه یرغل په وړاندې گڼ شمیر ځوانانو د خپلو دینی اعتقاداتو او تاریخي او ملي روایتونو سره سم په وسله وال جهاد پیل وکړ؛ په نړیواله کچه هم د شوروي اتحاد دغه اقدام د یوه تیري په توگه وشمیرل شو او د دې تر څنگ چې نړیوال عامه ذهنیت یې مخالفت وکړ او د افغانستان له خلکو سره یې خپل پیوستون اعلان کړ، د نړۍ گڼ شمیر هیوادونو او نړیوالو سازمان د شوروي دا عمل یو ښکاره تجاوز وگاڼه او د هغه په وړاندي په عملي ډول ودریدل.
د تیرې پیړۍ د اتیایمې لسیزې پیل د سړې جگړې (۱۹۴۹ -۱۹۹۱) د کلونو یوه کړکیچنه او د سر موضوع پر افغانستان د شوروی اتحاد یرغلو گڼل کیده ؛ چې په نړیواله کچه یي ټول نړیوال مناسبات تر خپل اغیز لاندي راوستي ؤ.
د دغه یرغل د پای ته رسیدو او د نړیوالو کړکیچینونه د حل په موخه؛ چې د شوروي د یرغل په پایله کې رامنځ ته شوی ؤ؛ په ۱۹۸۰ کال ملگرو ملتونو پریکړه وکړه چې د دغه کړکیچ د حل په موخه یو ځانگړی استازی وټاکي تر څو دا بحران په سوله ییزه توگه حل کاندی. د دغه کار له پاره یې اکوادوری پیاوړی حقوق پوه او دیپلومات دیگوکوردي ویز (۱۹۳۵ – ۲۰۱۴) وگوماره.
د ملگرو ملتونو دا ماموریت ۶ کاله دوام وکړ تر څو د ۱۹۸۸ د اپریل د میاشتې په ۱۴ نیټه د جینوا تړون د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا او شوروی اتحاد د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا د تړون د تضمین کوونکو؛ په توگه د سویس د جینوا په ښار کې د ملگرو ملتونو په مقر کې لاسلیک شو.
د دغه تړون د لاسلیک له پاره اوږده، پیچلي او د اختلافات سره ډک د خبرو اترو مراحل تیر شول، دا مذاکرات په لاندنيو پړاونو کې ترسره شول:
-لومړی پړاو ۱۹۸۲ – ۱۹۸۳: په دې پړاو کې په څلورو ټکو مذاکرات وشول: د یو بل په کورنیو چارو کې نه لاس وهنه،
د مهاجرینو په خپله خوښه بیرته گرځیدل، د شوروي قواوو وتل له افغانستانه او نړیوال ضمانت؛
– دوهم پړاو ۱۹۸۴ – ۱۹۸۶ : په دې پړاو کې مذاکرات له ستونزو سره مخامخ شول؛ یو لوري تاکید درلود چې شوروي قواوی دې له شرط او قید پرته ووځي، د افغان حکومت او شوروي غوښتنه دا وه چې د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت بقأ دې تضمین شي؛ او
– درېیم او وروستی پړاو ۱۹۸۷ – ۱۹۸۸ : وروسته تر هغه چې په شوروي اتحاد کې میخاییل گورباچف قدرت ته ورسید او اعلان یې وکړ چې شوروي پوځیان له افغانستان څخه باسي؛ د جینیوا د موافقتنامې د لاسلیک له پاره لاره هواره شوه، او په پایله کې دا موافقتنامه د ۱۹۸۸ کال د اپریل په ۱۴ نیټه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د امریکا او شوروي د تضمین کوونکو هیوادونو په توگه لاسلیک شوه.
په دغه موافقتنامه کې پر دغو ټکو موافقه وشوه:
الف – د شوروي د عسکرو وتل؛ له ۱۹۸۸ کال د مې له ۱۵ پیل او د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ تر ۱۵ نیټې پوري؛
ب – افغانستان او پاکستان متعهد شول چې د یو بل په کورنیو چارو کې به لاس وهنه نه کوي؛
ج – افغان مهاجرینو ته په خپله خوښه د بیرته راتگ د اسانتیاوو برابرول؛ او
د – د تړون د تطبیق له پاره نړیوال تضمین (چی امریکا او پخواني شوروي اتحاد د تضمین کوونکو په توگه پر تړون لاسلیک کړی ؤ) .
خو؛ په عمل کې دغه موافقتنامې ستونزې او مشکلات درلودل؛ او په پایله کې په بشپړ ډول پلې هم نه شوه، چې عمده لاملونه یې دا ول:
لومړی – پاکستان د افغان مجاهدینو او مهاجرینو په واقعیت کې د استازي په توگه پر تړون لاسلیک وکړ، چې دا په خپله په تاریخي لحاظ د مجاهدینو اعتبار ته لوی گوزار ؤ؛
دوهم – د افغانستان دولت دا ثابته کړه چې په تیرو کلونو کې له پاکستان سره جنگیدلی دی؛ او هغه یې مقابل لوری دی، نه مجاهدین؛
درېیم – د تړون د اجرأ له پاره یوازې د نړیوالو حقوقو پر اصولو اتکا شوې وه؛ نه دا چې ځانگړې مویدوی میکانیزمونه ورته په پام کې ونیول شي؛
څلورم – د ایران اسلامی جمهوریت، چې په کې برسیره پر دې چې د شیعه جهادي تنظیمونو مرکزي دفترونه ول، د پیښور د اوو گونو تنظیمونو دفاتر هم پکې فعال وو او میلیونونه مهاجر هم په کې میشت ول؛ خو نه د جینوا په مذاکراتو کې او نه هم د تړون په لاسلیک کې شامل ؤ؛ چې دې تشې برسیره پر دې چې په حقوقی لحاظ ایرانیانو ته هیڅ ډول حقوقي مکلفیت نه راجع کاوه، بلکې داسی ښکاري چې ایران په دې توگه د افغانستان د حکومت پر ضد د هرډول د عمل کولو چانس او د عمل استقلال له ځانه سره وساته؛ او
پنځم – د دې موافقتنامې یوازینۍ ماده چې په عمل کې پلې شوه؛ هغه د شوروي قواوو وتل ول. د تړون نور مواد تطبیق نه شول. پاکستان د افغانستان په جگړې کې په پراخه کچه خپلو مداخلو ته دوام ورکړ چې ښه بیلگه یې د ۱۳۶۷ – ۱۳۶۸ کلونو د جلال اباد جگړه ده، همداشان پاکستان په هیڅ ډول د مهاجرینو د بیرته ستنیدو له پاره مرسته ونه کړه، بلکې د مهاجرینو خپل وطن ته په بیرته ستنیدو یې مادي او معنوي فشارونه راوستل، او علت یې دا ؤ چې د مهاجرینو کمپونه د جهادي تنظیمونو د مجاهدینو د جذب له پاره لویه منبع وه او له بله پلوه پاکستان د مهاجرینو میلیوني شتون په خپله خاوره کې برسیره پر هغو اقتصادی گټو چې د مهاجرینو په نامه یې تر لاسه کولې، تر څنگ یې په نړیوالو مناسباتو کې ایران او پاکستان دا امتیاز هم تر لاسه کاوه چې د یوه په جنگ اخته هیواد (افغانستان) میلیونونه مهاجرو ته یې پناه ورکړې ده.
او بالاخره تضمین کوونکو هیوادونو امریکا او پخواني شوروي اتحاد دې قضیې ته شا کړه؛ او په دې توگه افغانستان وروسته د جینوا د موافقتنامې څخه چې هیله کیده د سولې په لور ودرومي، د کړکیچ په یوه نوي پړاو کې ورننوت.