یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Home+د سوشیل مېډیا بړبوکۍ | نقیب احمد عزیزي

د سوشیل مېډیا بړبوکۍ | نقیب احمد عزیزي

کله چې د یو شي ګټه او تاوان یو رقم وي هغه کار پرېږدو، که یې تاوان ډېر وي بېخي لاس نه ور وړو. ځينې شیان داسې هم پیدا کېدای شي چې د ګټې او تاوان په مقایسه کې یې ګنګس یو، کله ګټور راته اېسي او ګاهي تاواني.

سوشيل ميډيا ګټوره ده، خو چا ته؟ تاواني ده، مګر کومو کسانو ته؟ دا پوښتنې ژور غور غواړي او بیا داسې ځوابونه چې ملموسې پایلې ولري.

د بشري تمدن له وسایلو توقع دا ده چې ګټه دې حتمي ولري، خو لکه په طبابت کې چې جانبي عوارض مدنظر نیول کېږي، دلته هم باید ګټې لکه صحت بديهي وبلل شي او پر زیان د ناروغي غوندې خبرې وشي.

ګټه هغه څه ده چې باید تر لاسه شي، خو زیان داسې شی دی چې لازمه ده هرو مرو پېښ نه شي.

د سوشيل ميډيا صفت اسانه دی، ځکه سابقه یې له مقايسې بې برخې ده، یعنې په پخوانیو زمانو کې یې بدیل نه شو موندلای. هر شی چې بدیل نه لري، تحميلېږي، خو د زیانونو اثبات یې دلایل غواړي.

د سوشيل ميډيا ځينې زیانونه داسې دي چې په تدريج پېښېږي، د شخصيت برخه ګرځي، په راتلونکي کې یې اغېزې احساسېږي او اجتناب ترې سختېږي. له هر شي چې اجتناب سختېږي، یو وخت په سرخوږي اوښتلای شي.

د خلکو تر منځ لازم درناوی کموي، مغزونو ته د معلوماتو یوه غیرمنسجمه ډيټا انتقالوي، د یو فرد تر واقعي اړتیا اضافه عرضه وړاندې کوي چې په لاشعور کې د هر شي په مقابل کې بې‌ارزښتي ته ميلان زیاتوي.

عام ذهنيت رهبري ورباندې کوي چې د فردي نبوغ د غوړېدو خنډ ګرځي. د کيفيت پر ځای کمیت ته توجه پکې اوړي چې دا د بې کيفيتي حجم زیاتوي. اګنوسټیسیزم عاموي، یعنې د ډېرو او بې ربطه معلوماتو په نتیجه کې بالاخره فرد پر هیڅ شي ثابت باور ته نه پرېږدي، په عین حال کې د خپلې ترجیح کوښښ هم کوي او د خلکو پر افکارو او فردي حریم پښې ايښودل خپل حق ورته ښکاره کوي.

د وخت مديریت پېچلی کوي، د افکارو پر ځای له اشخاصو سره شخصي اړیکو ته لاره پرانيزي چې په نتیجه کې د فرد افکار راته کم ارزښته کېږي او عادي بنډار ډېرېږي. د نورو انسانانو تخنيکي ستونزې، مصروفیتونه او تعهدات د هغوی په بداخلاقي لکه تکبر او بې پروايي قیاسوو، احساسات کم او سوء تفاهم ډېر لېږدوي.

ډېر لاسرسی بشپړ تسلط ايجادوي چې د بې‌معنايي بنسټ ږدي. اړیکې د فکري ارتباط پر ځای شخصي ارتباط ته بیايي، په نهايت کې د جديت پر ځای د قهوه‌خانې بنډار عامېږي. د فکري کچو د شدید تفاوت ټکر ته یې زمینه برابره کړې، هغه کسان چې په عمر کې یې لس کتابه نه وي لوستي او لس ورځې يې فکر نه وي کړی، له داسې کسانو سره جنجالي بحثونو ته بیايي چې هغه یو عمر په هماغه برخه کې په تخصص خولې توی کړې وي.

د سني توپیر قیودات نه شته، د پنځلسو کالو هلک یا نجلۍ هغه محتویات پکې مومي چې بايد په ۳۰ کلني کې ورسره مخ کېدای. برعکس د لوړو ذهنونو خاوندانو ته د ماشومانو ډيټا مخې ته ورځي او روږی کوي یې.

په ټولنه کې بې‌معنا تابو شکني ته لاس اچول کېږي، د ملي وحدت او اجتماعي قراردادونو بېخ و بنیاد کيندي، د شخصيت یو کاذب تصوير جوړولای شي چې په پای کې پخپله دروغ ويونکی هم پرې قانع کېږي، د واقعي پرمختګ انرژي يې په خيالي ډول مصرفېږي او ذهن یوې کاذبې اشباع ته بيايي.

د عاطفي تعهد او اعتماد پولو ته یې خطرناک ګوزار ورکړی، د مسوولیت تعریف یې له سنګيني وايست، یعنې که به چا واقعاً په اجتماعي بدلون کې ځان ستړی کاوه، اوس په یوه پوسټ یا کمینټ تر کمپله او توس لاندې ځان له درانده مسوولیته خلاص احساسوي.

د واقعي اړیکو، رفاقت، عملي لاسنيوي او همکاري، کورني ژوند او خوښي، په مناسبتونو کې د ګډون د شیمې او فعال ذهن د لرلو په مخ کې دېوال شوې ده.

د فکري مالکیت پولې یې نړولې، د علمي او ادبي غلاوو د بزکشي په میدان بدله ده، د علمي خلکو دلچسپي له غيرمسلکي شیانو سره ډېروي او د عامه ذهنیت له مسایلو سره یې علاقه زیاتوي، ژبه د متراکم او غير معیاري نثر لیکلو ته بیايي، ايډيالونه داسې ټارګيټ کوي چې نتیجه یې فقط خلا، تنازع او جنجال وي.

په دوامداره توګه پر یوه مساله فکر کولو ته پکې نه پاتې کېدل عادت ګرځي، د ټولنې په باب یو غیر واقعي او غیر عمومي نتیجه‌ګيري پکې کېږي، د شاعري د زوال اسباب پکې زیات دي او یو بې‌مسیره هجوم دی، داسې لکه خلک چې په یوه پراخ ډګر کې نامعلوم لوري ته په منډه وي او یو و بل ټېل وهي.

له رياليزم یا واقعیت سره اړیکې پرې کوي، جالبه دا ده چې د تخیل مخه هم نيسي او د مقایسې ويژن یا لیدلوری پراخوي چې په نتیجه کې یې فرد نهيلي ته ځي.

تر امکاناتو د لوړو توقعاتو تصور عاموي او په نتیجه کې ځوانان او پېغلې له خپل واقعي ژونده سره د حس په لحاظ بېلوي. د غذايي ریژیم لذت او د ذايقې او شامې حواس ویده کوي او د جنسي لېوالتیا ګراپ ټیټوي.

د ګتې او اخلاقو تر منځ موازنه خرابوي. د حکومتونو د حاکمیت استحکام چلينجوي او په نتیجه کې د هيچا نظریه هم تطبيق نه پاتې کېږي.

زما په نظر، یوازېنی حل نه شته، خو ځينې يې دا دي چې:

موږ باید همېشه یو شی احساس کړو چې ولې یې کوو، یا یې ولې نه کوو؟ او کوم مزل چې کوو چېرته یې کوو او ولې یې کوو؟ یو شی رښتيا پخپله کوو که راباندې کېږي؟

موږ ته اکثره وسایل تر عامه پوهاوي مخکې په لاس راځي، کتاب تر شا پسې ګورو، خو چې پوهه را رسېږي، خلا یې خپل کار کړی وي. د هر عمل تر شا پر خپله اراده او منطقي توجيه فکر لازم دی…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب