جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد لوبو له ډګره؛ د نن یکشنبې مهم خبرونه

د لوبو له ډګره؛ د نن یکشنبې مهم خبرونه

تاند ( یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۱۱مه) د ۱۹کلنو کم‌عمره ځوانانو اسیا جام کرېکټ سیالیو په لړ کې افغان ۱۹کلنو کم‌عمره ځوانانو کرېکټ ملي لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې له خپلې سیالې سریلانکا لوبډلې د ۱۳۱ منډو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

افغان لوبډلې د یادو سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې له بنګله‌دېش ماتې خوړلې وه او دا یې دویمه ماتې شوه.
ــــــ
بارسلونا په خپله ۱۵مه لوبه کې له ماتې سره مخ شوه

د اسپانیې فوټبال غوره لیګ سیاليو په ۱۵مه اونۍ کې لاس‌پلماس او بارسلونا لوبډلې مخامخ شوې، چې له یوې سختې او جذابې سیالۍ وروسته بارسلونا پکې له سیالې لوبډلې ۲ ـ ۱ ماته ومنله.

په دې پایلې سره بارسلونا په ۳۴ نومرو د جدول سر کې پاتې شوه او لاس‌پلماس لوبډله په ۱۵ نومرو ۱۴م نمبر ته پورته شوه.
ـــــــ
‏د هند کرېکټ‌بورډ مخکېنی سکرتر جی‌شاه نن (یکشنبه، د لېندۍ ۱۱مه) رسما د کرېکټ نړیوالې شورا د مشر په توګه خپله دنده پیل کړه.
۳۶ کلن جی‌شاه د کرېکټ نړیوالې شورا په تاریخ کې تر ټولو ځوان مشر دی، چې دغه مسولیت ورسپارل کیږي.
له دې وړاندې نیوزیلاینډی ګريګ‌بارکلي د دې شورا مشر و.
ـــــــ
ارسنال ۱۳مه اونۍ په بریا پیل کړه
د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو په ۱۳مه اونۍ کې ارسنال او ویسټ‌هام یونایټېډ لوبډلې ډګر ته ښکته شوې وې، چې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته ارسنال پکې سیالې لوبډلې ته ۵ ـ ۲ ماته ورکړه.
په دې بریا سره ارسنال ټولټال ۲۵ نومرې جوړې کړې او د نومرو په جدول کې یې دویم ځای خپل کړ.
لېورپول په ۳۱ نومرو د جدول سر کې ځای لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...