Homeخبرونهکام اییر هوايی شرکت د کابل - دوحې ترمنځ الوتنې پیلوي

کام اییر هوايی شرکت د کابل – دوحې ترمنځ الوتنې پیلوي

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۲ مه) کام اییر خصوصي هوايي شرکت وايي چې د کابل – دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي.

دغه شرکت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل – دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې به د دسمبر په ۱۷ مه له کابل څخه دوحې د دوی د یوې الوتکې په الوت پیل شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د افغانستان او بهرنیو هیوادونو ترمنځ ټولې الوتنې وځنډول شوې خو په وروستیو دوو کلونو کې د سیمې د هیوادونو ځینو هوايي شرکتونو کابل او د افغانستان څو نورو ښارونو ته الوتنې بیا پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...