جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد سرې غوښې ناوړه اغېزې

د سرې غوښې ناوړه اغېزې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

 که څه هم چې توربخنه غوښه د ويټامینونو او پروټینونو ښه سرچینه ده، خو که ډېره وکارول شي، کېدای شي پر روغتیا ناوړه اغېزه وکړي، نو ښه ده چې په څنګ کې ورسره نورې غوښې هم وکارول شي.

د تغذیې برخې متخصصه عاطفه نادري وایي، سره غوښه د پروټینونو او ويټامین B12 تر ټولو ښه منبع ده خو ډېره کارونه یې نه توصیه کېږي. نادري وایي د سرې غوښې ډېر خوړل د بدن ميتابولیزم لوړوي چې دغه چاره د بډوډو له لارې د اضافي موادو د زیاتو وتلو لامل کېږي.

روغتیا پالان وایي، په زیاته کچه د سرې غوښې کارول په وینه کې د کلسټرول زیاتوالي لامل کېږي او زیاتوي چې دا به هم ناممکنه واي چې په کلي ډول له سرې غوښې پرهېز وشي، خو که یې پر داسې بدیل فکر وشي چې پروټین او ويټامین B12  ولري، ښه خبره ده.

د هغوی په خبره چې سپینه غوښه لکه د چرګ او یا هم د ماهي غوښه د سرې غوښې ښه بدیل کېدای شي؛ ځکه د کب غوښه د نورو ښېګڼو سربېره امېګا درې هم لري چې د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي او په بدن کې د سرطان د خپرېدو مخه هم نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب