چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeروغتیاخپل عمر ته په کتو مو خوب تنظیم کړئ

خپل عمر ته په کتو مو خوب تنظیم کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د امریکا د خوب ملي بنسټ څېړنې وایي، د خوب د وخت اندازه د انسان عمر ته په کتو سره توپیر کوي چې له مهالوېش سره سم باید تنظیم شي. د ایرنا خبري اژانس د بي بي سي په حواله لیکي، د امریکا د خوب ملي بنسټ وایي، د انسانانو د خوب اندازه د هغوی عمر او کار ته په کتو سره توپیر کوي، خو کولی شو چې دغه لاندې شمېر په اوسط ډول سره وړاندیز کړو.
نوي زږېدلي ماشومان (تر درې میاشتنۍ) هغه ماشومان چې عمر یې تر درې ماشتې پورې وي:
له ۱۴ تر ۱۷ ساعتونو پورې خوب کوي چې له ۱۱ څخه تر ۱۳ ساعتو خوب هم ورته کافي دی.
ښه ده چې د نوي زېږدلي ماشوم خوب له ۱۹ ساعتونو زیات نه شي.
نوي زېږېدلي ماشومان هغه چې له (۴ تر ۱۱) میاشتو عمر لري:
د دغه عمر ماشومومان باید لږ تر لږه ۱۰ ساعته خوب وکړي. له درې میاشتنۍ وروسته په هېڅ ډول باید د ماشوم خوب تر ۱۸ ساعتونو وا نه وړي.
له خاپوړو تر دوه کلنۍ:
د دغه عمر ماشومانو ته له ۱۱ نیولې تر ۱۴ ساعتونو پورې خوب کافي دی.
څېړونکي پر دې اند دي، هغه ماشومان چې عمرونه یې د ۳ او پنځو کلونو تر منځ دي، کولي شې له ۱۰ تر ۱۳ ساعتونو پورې په یوه شپه او ورځ کې خوب وکړي، خو خوب یې باید چې له ۸ کم او له ۱۴ ساعتونو زیات نه شي.
ښوونځي ته تلونکي ماشومان هغه چې له ۶ تر ۱۳ کلونو پورې عمرونه ولري، د دغه عمر ماشومانو ته څېړونکي له ۹ نیولې تر ۱۱ ساعتونو پورې د خوب توصیه کوي. هڅه باید وشي چې د دغه عمر کسان له ۷ کم او له ۱۲ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.
تنکي ځوانان: هغه چې عمرونه یې د ۱۴-۱۷ کلونو تر منځ وي، د دغو کسانو لپاره مناسب خوب له ۸ نیولې تر ۱۰ ساعتونو پورې دی، پام مو وي چې دغه کسان له ۷ کم او تر ۱۱ ساعتونو زیات خوب ونه کړي.
ځوانان: هغه چې عمرونه یې د ۱۸-۲۵ کلونو تر منځ وي، باید له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي. د دغه عمر کسانو ته له ۶ کم او تر ۱۱ د زیات خوب سپارښتنه نه کېږي.
د لوړ عمر کسان: هغه کسان چې عمرونه یې له ۲۶ لوړ او ۶۴ ټیټ وی، لږ تر لږه باید په یوه شپه او ورځ کې ۷ یا ۸ ساعته خوب وکړي. د دغه عمر کسانو ته سپارتښتنه کېږي چې د خوب وخت یې له پنځو کم او له نهو ساعتونو زیاته نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب