تاند – د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې د ادارې د معلوماتو پر اساس، د مغزي سکتې خطر د عمر له زیاتېدو سره ډېریږي خو دا ناروغي انسان ته په هر عمر کې پېښېدای شي.
د دې ادارې پر اساس، هر څومره چې ژر یې د مخنیوي هڅه وکړو، په هماغه اندازه له دې خطره ژغورل کېدای شو.
د نړۍ د مغزي سکتې د ادارې (World Stroke Organization) پر اساس، په سلو کې ۶۰ کسان چې مغزي سکته یې کړې، عمر یې ۷۰ یا تر اویا کم و او ۱۶ هغوی و چې عمرونه یې تر پنځوس لږ وو.
دا اداره وايي چې په نړۍ کې له هرو ۴ کسانو څخه، چې عمرونه یې تر ۲۵ کلونو لوړ دي، یو تن په مغزي سکته یا مري یا معیوبه کېږي.
په ۲۰۲۲ م کال کې په متحدو ایالتونو کې په هرو شپږو کسانو کې یو په مغزي سکته مړ شوی دی، یعني د ټولو مړینو ۱۸ اعشاریه ۵ سلنه مړینې له مغزي سکتې سره تړاو لري. او یا په هرو ۱۰۰ زره کسانو کې ۳۹ اعشاریه ۵ کسان په مغزي سکته مړه شوي دي.
خو په ۲۰۲۱ کې په امریکا کې تر دې هم ډیر کسان په مغزي سکتې مړه شوي دي. د ۲۰۲۱ د شمېرو پر اساس په هرو ۱۰۰ زره کسانو کې ۴۱ اعشاریه ۱ په مغري سکته مړ شوی دی.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې د ادارې پر اساس، په هرو ۴۰ ثانیو کې یو تن په متحدو ایالتونو کې مغزي سکته کوي چې په کال کې ۷۹۵۰۰ کسانو ته رسیږي او په هرو ۳ دقیقو او ۳ ثانیو کې یو تن ورڅخه مري.
په دغو کسانو کې ۶۱۰۰۰۰ تنه هغه کسان دي چې په لومړي وار له مغزي سکتې سره مخامخېږي.
د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د مغزي سکتې په درملنه ۵۶ اعشاریه ۲ میلیارد ډالره لګول شوي دي.
په لاندې لیکنه کې د مغزي سکتې بر عواملو رڼا اچول شوې. که ورته توجه وشي، د دې خطرناکې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي.
https://taand.net/?p=248437