پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد روان کال ۵ میاشتو کې ۱.۲ ملیونه افغانان ایران او پاکستان...

د روان کال ۵ میاشتو کې ۱.۲ ملیونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۴مه』د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د روان زېږیز کال د جنوري له لومړۍ د دې کال د مې تر ۳۱مې په خپل راپور کې ویلي، چې دغه موده کې شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته له قانوني او ناقانونه لارو تللي دي.

په راپور کې راغلي چې ۷۲۲ زره افغانان یاده موده کې پاکستان او ۴۵۰ زره افغانان ایران ته تللي دي.

راپور کاږي چې د ۲۰۲۴ کال په ورته موده کې بیا ۹۰۰ زره افغانان ایران او پاکستان ته تللي وو، چې ۵۰۰ زره پاکستان او ۳۹۵ زره ایران ته اوښتي وو.

په راپور کې دغه راز راغلي چې په دوی کې ډېری کسان د خوندیتوب، د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز او کاري زمینو نشتون له امله له افغانستانه ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...