جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهرویټرز:د ټرمپ اروزنه ناسمه ده، د ایران اټومي تاسیسات له منځه نه...

رویټرز:د ټرمپ اروزنه ناسمه ده، د ایران اټومي تاسیسات له منځه نه دي وړل شوي

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۴مه』‏رویټرز خبري اژانس د امریکا استخباراتو له قوله په یوه راپور کې ويلي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا هوایي بریدونو کې دغه تاسیسات له منځه نه دې وړل شوي یوازې د دوو میاشتو لپاره ځنډېدلي.

رویټرز زیاته کړې چې، په دغو بریدونو کې د یورانیمو زېرمي او سانټریفیوژونه خوندي پاتې دي او د ایران حکومت تر بریدونو وړاندې نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ارزونه د ټرمپ له هغې ادعا سره په ټکر کې ده، چې ویلي و د ایران اټومي تاسیسات یې په بشپړ ډول له منځه وړي.

خو د امریکا ولسمشر بیا دغه ارزونه رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د ایران اټومي تاسیسات یې په بشپړ ډول له منځه وړي.

بل‌ لورته امریکایي رسنیو د ایران په اټومي تاسیساتو د واشنګټن بریدونه بې ګټې او ناکامه بللي دي.

امریکا د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په نطنز، فردو او اصفهان اټومي انرژۍ تاسیساتو بریدونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...