جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهټرمپ؛ په ایران کې د رژیم بدلون ګډوډي رامنځته کوي

ټرمپ؛ په ایران کې د رژیم بدلون ګډوډي رامنځته کوي

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۴مه』د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ځانګړې الوتکې د” ایر فورس ون” په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛چې په ​​ایران کې د رژیم بدلون نه‌ غواړي.

ټرمپ په دې اړه ویلي: “زه غواړم، چې هر څه چټک ارام شي.”

هغه زیاته کړې چې د رژیم بدلون ګډوډي رامنځته کوي او په بېساري توګه مونږ نه غواړو، چې دومره ګډوډي وګورو.

ټرمپ وایي، چې ایرانیان ښه سوداګر دي او دوی ډېر تیل لري.

هغه څرګنده کړې؛ ایرانیان کولی شي په سوداګرۍ کې ښه وي؛ خو بیا یې ټینګار وکړ، چې دوی نشي کولی اټومي وسلې ولري.

ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې ویلي وو، چې که د ایران اوسنی حکومت د ایران عظمت ونه ګرځوي باید بدل شي.

ټرمپ تېره دوشنبه په خپل “ټروت سوشل” پاڼه کې لیکلي: “د “رژیم بدلون” اصطلاح کارول له سیاسي پلوه سم ندي؛ خو که اوسنی ایراني رژیم د ایران د عظمت راګرځولو وس ونلري، نو ولې باید رژیم بدل نشي؟”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...