Homeخبرونهد ایران او اسراییل په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ۶۱۰ تنه ایرانیان...

د ایران او اسراییل په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ۶۱۰ تنه ایرانیان وژل شوي

تاند『 چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۴مه』د ایران روغتیا وزارت وایي، چې له اسراییل سره په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ۶۱۰ کسان وژل شوي او څه کم ۵ زره ټپیان دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ بیا په اسراييل کې د دغې جګړې له امله ۲۸ کسان وژل شوي دي.

د اسراييل د پوځ راډیو ویلي، ایران د دوی پر سیمو له ۵۰۰ تر ۵۵۰ بالیستیکي توغندي توغولي او له زرو د زیاتو بې پیلوټه الوتکو بریدونه یې کړي.

سرچینې زیاتوي، چې دغو بریدونو پراخ ویجاړی رامنځته کړې دي.

اخوا بیا د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان د سې‌شنبې په ورځ په یوه وینا کې اعلان وکړ چې دا شخړه، چې د اسراييل له لوري د روانې جون میاشتې په ۱۳مه پیل شوې وه، اوس پایته رسېدلې او له دولتي ادارو یې وغوښتل چې ژر تر ژره د بیا رغونې چارو ته مخه کړي.

د ایران او اسراییل ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه پرون سه شنبه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د اوربند په وړاندیز پای ته ورسېده.

اسراییل او ایران دواړه لورو اوربند ته غاړه کېښوده او جګړه یې پایته ورسوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...