Homeخبرونهد ایران پارلمان پر اټومي پروګرام د څار بندیز لایحه تصویب کړه

د ایران پارلمان پر اټومي پروګرام د څار بندیز لایحه تصویب کړه

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۴مه』‏د ایران پارلمان د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې یا IAEA سره د دغه هېواد د همکارۍ بندولو لایحه تصویب کړه.

دا قانون چې د ایران د ملي امنیت شورا وروستۍ منظورۍ ته به اړتیا ولري، که منظور شي، نو د ایران حکومت به د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې هر ډول څارنه بنده کړي.

دا اقدام د ملګرو ملتونو د اټومي څار بنسټ د هغه دریځ په غبرګون کې شوی، چې د امریکا او اسراییل له لوري د ایران پر خاوره د بریدونو پر مهال و.

د ایران پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف وویلي، چې IAEA یوه سیاسي وسیله ګرځېدلې او پر ایران یې د امریکا او اسراییل برید پر مهال عادلانه دریځ نه و خپل کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران حکومت به له دې وروسته د اټومي پروګرام پراختیا چټکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوې امریکايي استخباراتي ادارې راپور ورکړی، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو کې دغو تاسیساتو ته د حساب وړ زیان نه دی اوښتی او کولای شي چې بیا فعال شي.

په داسې حال کې چې پر ایران د اسراییل او امریکا ګډ برید د دغه هېواد د اټومي پروګرام د له منځه وړلو په موخه و، نږدې ټولو هېوادونو یو دریځ خپل کړی، چې ایران باید اټومي وسلې ونه لري.

باور دادی، چې ایران د دغه هېواد پر اټومي پروګرام د اټومۍ انرژۍ نړیوالې ادارې د څار برخه کې بندیز ولګوي، ایران به وتوانېږي، چې له دې وروسته اټومي وسلې جوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...