تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۴مه』د ولسمشر ټرمپ په ګډون د ناټو مشران په هالینډ کې راټول شوي.
دوی د دې لپاره راټول شوي څو د دفاعي لګښت لوړولو، د روسیې ګواښ او د اوکراین پر وضعیت خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې د ناټو مشران د ټرمپ د رضایت لپاره د دغه سازمان د دفاعي بودیجې او لګښتونو د زیاتوالي ژمنې وکړي او تایید کړي.
که څه هم ټولو غړو هېوادونو دا هدف منلی، خو هسپانیا ویلي دا نوی هدف ورته اړین نه دی.
په ورته وخت کې مادرید ادعا کوي چې د کم مصرف له لارې هم کولای شي د ناټو ژمنې پوره کړي، خو د ناټو سرمنشي دا نظر رد کړی.
د ناټو سرمنشي مارک روته منلې، چې د غړو هېوادونو لپاره اضافي بودیجه پیدا کول اسانه نه دي، خو دا کار اړین دی.
ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د ناټو پر مشرانو فشار راوړی و چې ناټو غړي هېوادونه باید خپلې دفاعي بودیجې زیاتې کړي، ځکه امریکا یوازې د نورو د ساتنې مسووله نه ده.