Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبان: موسسات د مرستو زیاته برخه خپله اخلي او کم یې خلکو...

طالبان: موسسات د مرستو زیاته برخه خپله اخلي او کم یې خلکو ته ورکوي

تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۴مه』‏د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا سره کتنه کې د موسساتو له لوري مرستو په وېش نیوکه کړې او ویلي یې دي، د دغو مرستو زیاته برخه د ادارو په لګښتونو مصرفیږي او ډېره کمه برخه خلکو ته رسیږي.

عمري ویلي، که د افغانستان خلکو سره د نړیوالو مرستې دې دوی سره په همغږۍ ترسره شي روڼتیا او اغېزمنتیا به یې زیاته وي.

نوموړي د جاپان له سفیره غوښتي، چې نړیوال بازار کې دې د افغان بزګرانو د محصولاتو خرڅلاو برخه کې زمینه برابره کړي.

بل‌ لورته د جاپان سفیر ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د افغانستان خلکو او بزګرانو دوامداره ملاتړ ته ژمن دی او نشه یي توکو سره مبازره یې له لومړیتوبونو ده.

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي، چې تر دې وړاندې طالبانو د موسساتو له لوري د مرستو رسولو په پروسې نیوکه کړې او له مرستندویه هېوادونو یې غوښتي، چې مرستو کې د روڼتیا لپاره دې د افغانستان حکومت له لارې دغه مرستې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...