تاند『چهارشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۴مه』د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت هغه راپور رد کړ چې نن سهار د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (U.N.H.C.R) خپور کړی ذو ویلي دي چې، په تېرو پنځو میاشتو کې ۱،۲ میلیونه افغان کډوال له افغانستانه وتلي دي.
د طالبانو یاد وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله اکسپاڼه په یوه بیان کې دغه راپور د ناسمو معلوماتو پر اساس چمتو شوی بللی او لیکلي یې دي چې، په تېرو ۴۰ کلونو کې لومړی ځل د راستنېدونکو په شمېر کې د کډوالو په پرتله زیاتوالی راغلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې چې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا پنځه میلیونه کډوال په خپله خوښه یا هم په زوره له کوربه هیوادونو ایستل شوي دي او هیواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې همدارنګه پر یاد سازمان غږ کړی چې، له دغه ډول بې اساسه معلوماتو خپرولو لاس واخلي.
دغه غبرګون داسې مهال ښوول کېږي چې ، تازه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې ویلي چې، په تېرو پنځو میاشتو کې ۱،۲ میلیونه افغانان له خپل هیواده وتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ په لسګونه افغان کډوال له پاکستانه په جبري او رضاکاره ډول ایستل کېږي.