پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهټرمپ وایي، ښایي راتلونکې اونۍ تهران سره تړون لاسلیک کړم

ټرمپ وایي، ښایي راتلونکې اونۍ تهران سره تړون لاسلیک کړم

تاند』پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۵مه』‏د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ناټو سرمشریزې په څنډه کې ویلي، چې ښايي واشنګټن له تهران سره راتلونکې اونۍ تړون لاسلیک کړي.

ولسمشر ټرمپ ویلي، راتلونکې اوونۍ به له ايران سره خبرې وکړي او ښايي يو تړون لاسليک کړي.

نوموړي له تهرانه غوښتي چې له خپل هسته‌ يي پروګرام لاس واخلي.

ټرمپ یوه ورځ وړاندې هم ګواښ کړی وو، چې که ایران خپل اټومي تاسیسات بیا ورغوي، امریکا به بیا برید وکړي.

تهران په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو پر ایران د امریکا له برید وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ په عمان کې څو پړاوه غیرمستقیم مذاکرات شوي وو.

تازه د ایران پارلمان د اټومۍ انرژۍ نړیوالې ادارې سره د همکارۍ ځنډولو او د دغه هېواد پر ادعا شوي سوله ییز اټومي پروګرام د څار لایحه تصویب کړه.

پر ایران د اسراییل برید او بیا وروسته د متحده ایالاتو ښکېلېدل هم د ایران د اټومي پروګرام او توغندیزو سیستمونو د له منځه وړلو په موخه شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...