Homeخبرونهعامې روغتیا وزارت؛ ۸۰ زره کسان له نشه یي توکو رغېدلي

عامې روغتیا وزارت؛ ۸۰ زره کسان له نشه یي توکو رغېدلي

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۵مه』‏د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړوالې ورځې په مراسمو کې وویل، د دوی د مشر هبة الله د فرمان له مخې په ټول هېوا کې د نشه يي توکو په کښت کلک بندیز لګیدلی او د دغه کښت د مخنیوي په موخه لا هم هڅې روانې دي.

نوموړی له ټولو نړیوالو بنسټونه غواړي، چې له عامې روغتیا وزارت سره په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي رییس ډاکټر وحدت الکوزی وایي، په تېرو څه باندې درې نیم کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په نشه يي توکو روږدو کسانو د درملني لپاره ۲۰ مرکزونه رغول شوي او دغه راز ۸۰ زره کسان له نشه یې توکو رغېدلي دي.

نیوکې دا دي چې د روږدو په روغتیایي مرکزونو کې څنګه چې لازمه ده د روږدو درملنه نه کېږي.

دوی وایي د لنډ وخت لپاره د روږدو درملنه او بېرته د دوی بې روزګاره خوشې کولی د دې لامل کېږي چې بیا نشو ته مخه کړي.

د نظر خاوندان وایي، که حاکم نظام د روږدو تر درملنې وروسته دوی ته کاري زمینې برابره کړي نو دوی سره به په درملنه کې ډېره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...