جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه نړۍ کې په مخدرو موادو د روږدو کسانو شمېر تر ۳۰۰...

په نړۍ کې په مخدرو موادو د روږدو کسانو شمېر تر ۳۰۰ میلیونو واوښت

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ / سرطان ۵ مه) ملګرو ملتونو په یوه راپور کې اعلان کړی چې د نشه‌يي موادو کاروونکو شمېر په ټوله نړۍ کې د ۲۰۲۳ کال تر پایه ۳۱۶ میلیونو تنو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي موادو او جرمونو پر ضد دفتر چې په وېن (اتریش) کې مېشت دی، د چنګاښ په ۵مه (جون ۲۵) د نشه‌يي موادو د کارونې په اړه کلنی راپور خپور کړ. په راپور کې ویل شوي چې دا شمېر د نړۍ د ۱۵ څخه تر ۶۴ کلونو عمر لرونکې نفوس شاوخوا شپږ سلنه جوړوي چې نشه‌يي مواد کاروي ـ یعنې پرته له سګرټو یا الکولو.

راپور چې د ۲۰۲۳ د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، زیاتوي چې په هغه کال له پنځو سلنه زیات خلک په نړۍ کې نشه‌يي مواد کارولي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، چرس  د ۲۴۴ میلیونه کاروونکو له امله تر ټولو ډېر کارېدونکی نشه‌يي ماده ده.

راپور څرګندوي چې د ټولو نشه‌يي موادو له ډلې، د کوکائین بازار تر ټولو چټک وده کړې، او ناقانونه تولید یې ۳۷۰۸ ټنو ته رسېدلی، چې دا د ۲۰۲۲ کال پرتله ۳۴٪ زیاتوالی ښيي.

دغه کچه د لسو کلونو مخکې پرتله څلور چنده ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د راپور له مخې، دا لوړوالی تر ډېره يه کولمبیا کې په ناقانونه توګه د کوکا بوټو د کرلو او د حاصلاتو د معلوماتو د نوي کولو له امله رامنځته شوی.

د کوکائین نړیوال ضبط هم یوې نوې کچې ته رسېدلی — ۲۲۷۵ ټنه، چې  له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ پورې په څلورو کلونو کې ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

همداراز، د ۲۰۲۳ کال تر پایه د کوکائین کاروونکو شمېر ۲۵ میلیونو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې لس کاله مخکې دا شمېر شاوخوا ۱۷ میلیونه و.

سره له دې چې کولمبیا لا هم د کوکائین تر ټولو مهم تولیدوونکی هېواد دی، قاچاقبران اوس غواړي بازارونه اسیا او افریقا ته وغځوي، او د لوېدیځ بالکان سیمه‌ییز مجرمان خپل نفوذ پراخوي.

مخدر موادو د انسان جسمي او رواني روغتیا ته جدي زیان رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب