جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمجاهد: د نجونو زده کړو اجازې لپاره دیني او شرعي حل مومو

مجاهد: د نجونو زده کړو اجازې لپاره دیني او شرعي حل مومو

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۵مه』‏د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد په یوه تازه مرکه کې پر افغان نجونو د زده کړو بندیز په تړاو خبرې کړې دي.

مجاهد بي بي سي پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې د نجونو زده کړو بندیز دیني او شرعي اړخ غوره کړی او دوی کار کوي څو په شریعت کې ورته حل لاره پیدا کړي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې،چې دا بندیز د شریعت له مخې لګېدلی دی.

په مرکه کې ټینګار شوی، چې د ښځو زده کړې په روغتیا، د کورنیو روزلو او له هېواده د دفاع برخه کې هم مهمې دي، خو طالبان وايي د افغانستان دفاع په ښځو نه کوي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ نږدې څلور کلونه تېرېږي چې لاهم د افغان نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

طالبانو نه یوازې د «شرعي» دلایلو له امله د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، بلکې په بې سابقه ډول یې تور پورې کړ، چې د افغانانو په کلتور کې پر ښځو تعلیم نشته دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...