جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونههند ځان د افغانستان تر ټولو لوی پرمختیايي شریک بللی او طالبانو...

هند ځان د افغانستان تر ټولو لوی پرمختیايي شریک بللی او طالبانو یې ستاینه کړې

تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۵مه』‏د هند دفاع وزیر، د شانګهای همکاریو سازمان دفاع وزیرانو په ناسته کې هند د افغانستان تر ټولو لوی پرمختیايي شریک بللی.

راج نات سینګ ټینګار کړی، چې هند له افغانستان سره د ولس د ثبات، سولې او پرمختګ په موخه اوږدمهاله ژمنتیا لري.

نوموړی زیاتوي، چې د دې ژمنتیا له مخې افغانانو ته د نوښتونو فرصتونه او زمینه برابروي.

د هند د دفاع وزیر په وینا، هند د بیارغونې، روغتیا، زده‌کړو او بنسټیزو پروژو له لارې له افغانستان سره همکاري کړې او دا مرستې یې په هېڅ سیاسي شرط پورې مشروطې نه دي.

د یادونې وړ ده چې هند څو اونۍ وړاندې له څلور کلن ځنډ وروسته دغلته افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر هم پیل کړ.

د طالبانو حکومت ټینګار کوي، چې هند سره یې اړیکې د بهرني سیاست لاسته راوړنه ده، خو هند بیا افغان ولس سره د سولې، ثبات او پرمختګونو برخه کې خپلو ژمنو ته ځان صادق یادوي.

بل لورته تازه بیا د طالبانو ویاند د هند دفاع وزیر د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې ويلي يې دي، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د دومداره هڅو ملاتړ کوي.

د طالبانو د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه دې د افغانستان شته واقعیتونه درک او له کابل سره دې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب