تاند(پنحشنبه، د چنګاښ/ سرېان ۵ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني، وایي کېدای شي د طالبانو ځینو غړو په پټه د پخواني حکومت له چارواکو او مسئولانو څخه غچ اخیستی وي.
سراجالدین حقاني دا خبرې د چهارشنبې په ورځ، د سرطان په ۴مه، په کاپیسا ولایت کې د حکومتي مسئولینو او «شهیدانو د کورنیو» یوې ناستې ته وکړې. هغه وویل هغه طالبان چې خپلسري یې کړې وي، د خپل عمل حساب به الله تعالی ته ورکوي.
ښاغلي حقاني دا هم وویل: «اسلاي امارات په داخل او خارج کې د افغانستان ټولو شریفو خلکو ته ډاډ ورکړ چې که چا په پخواني نظام کې جرم کړی وي، الحمدالله د امیرالمنین په عفوه کې شامل شوی او بې اندېښنې علدي ژوند ته دوام ورکولی شي.»
ده د طالبانو اوسنۍ واکمني یوه الهي آزموینه وبلله او له مسئوولو چارواکو یې وغوښتل چې له خلکو سره داسې چلند وکړي چې د طالبانو نظام بدنامه نه شي.
نوموړي دا هم وویل چې د طالبانو نظام د اسلام، شریعت او شهیدانو استازیتوب کوي.
هغه د طالبانو له غړو وغوښتل چې د خپلو دندو او مسئولیتونو پر مهال، د جګړې سختې شېبې ور په یاد کړي او د نظام په ساتنه او پیاوړتیا کې هڅې وکړي.
حقاني ټینګار وکړ چې د نظام استحکام او خلکو ته خدمت یو الهي امانت دی او مسئولان باید دا د «ریښتینولۍ» او اخلاص له مخې خدمت وکړي.
طالبانو که څه هم عمومي عفوې اعلان کړې، خو په ځلونو شکایتونه شوي چې پخواني سرتیري، پولیس، سیمه ییز پولیس او پخواني دولتي چارواکي د طالبانو له لوري وژل شوي یا شکنجه شوي دي. د دې ډول پېښو تر ټولو ډېر راپورونه په جنوبي ولایتونو لکه کندهار کې ورکړل شوي دي.
تروتریستانو حقانیه، کوټه او پنجاب کی له ISI فقط انسان وژنه، خیانت، د سړکونو او ودانیو ورانول او ترقی سره دښمنی زده کړی پخوا یی هم افغانان وژل اوس یی هم وژنی هره ورځ له پکتیا، کندهار، خوست، ننګرهار او کونړ څخه د قتلونو راپورونه راځي بیا یی نوم نامالومه وسله وال قتل کیږدي وایی موږ ندی وژلی.