تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرېان ۶ مه) د اسرائیل له خوا وړاندې شوي معلومات ښيي چې د دغه هېواد د ۱۲ ورځني نظامي عملیاتو پر مهال چې د ایران په خاوره کې ترسره شول، د ایران د اتومي پروګرام لږ تر لږه ۱۴ تنه مهم ساینسپوهان وژل شوي دي.
اسرائیل له کابو ۱۵ر کلونو راهیسي د ایران د اټومي ساینسپوهانو د له منځه وړلو هڅې کوي او په دې لړ کې یې د بېلابېلو ورانکارو اقدامونو مسوولیت هم اغېزمن بلل شوی.
خو دا ځل د اسرائیل په بېساري بریدونو کې هغه ساینسپوهان وژل شوي چې د آسوشیتدپرس د راپور له مخې، د ایران د اټومي پروګرام «متفکر مغزونه» ګڼل کېدل. له دوی څخه یو فریدون عباسي و — د اټومي انرژۍ د سازمان پخوانی مشر — چې تر دې پخوا په ۱۳۹۸ کال کې په یوه ناکامه وژونکې هڅه کې له مرګه روغ وتلی و.
هماغه وخت او وروسته، د عباسي د کچې یو شمېر نور ساینسپوهان هم ترور شول چې ټولې پېښې اسرائیل ته منسوبې شوې.
ځینې کارپوهان باور لري چې د غبرګولي په ۲۳مه نېټه د اسرائیل د ناڅاپي بریدونو په ترڅ کې د ایران د ګڼ شمېر ساینسپوهانو په یو وار وژل کېدا، د ایران د اټومي پروګرام د مخه نه شي نیولی، بلکې یوازې یې دا پروګرام ځنډولی دی. په فرانسه کې د اسرائیل سفیر جاشوار زارکا، په دې اړه اسوشېیټډ پرېس ته ویلي: دا حقیقت چې د ایران د اټومي ساینسپوهانو ټوله ډله له منځه تللې ده، کولای شي د دوی پروګرام څو کاله وځنډوي.
خو اتومي شنونکي وايي چې ایران نور ساینسپوهان هم لري چې کولای شي د وژل شویو ځای ونیسي.
ایران نور ماغزه هم لري دغه یوازنی ایران وه سي د صیهونیستو سوډرانو سرونه یې ور مات کړل او ددوۍ ټاټوبی یې هم په ویرانه بدل کړ.دا د ایران د ملت لپاره لوی ویاړ ده.حتی هغه څوک سي د ایران ددولت مخالف وه اوس یې ملاتړي سول. 👍