روح الله انوري
د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۳ نېټه باندې اسرایلو پر ایران ناڅاپي برید وکړ او په لومړۍ شیبو کې يې د ایران مهم پوځي او د اتومي وسلو جوړولو یا د یورانیمو غني کولو پروګرام مرکزونه وویشتل ،پدغو ځایونو کې يې د ایران ډیرو مهمو کسانو ته مرګ ژوبله هم ورسوله.
د ایران د عامې روغتیا وزارت د جګړې په اخرې ورځو یعنې د جون په (۲۱) اعلان وکړ چې د اسرایلو په حملو کې يې ۴۳۰ کسان وژل شوي او ۳۵۰۰ ټپیان شوي دي.
ایراني رسنیو په دغه شمیر وژل شوو او ټپیانو کې د اتومي انرژۍ یا د یورانیمو غني کولو ګڼ ماهرینو او د پوځ بیلابیلو برخو مهو مشرانو نومونه ،عکسونه او مقامونه هم نشر کړي و.
د دغې ۱۲ ورځنۍ جګړې په اخرې ورځو کې امریکا په خپله پکې مستقیمه ښکیله شوه او د ایران د اتومي وسلو جوړولو مرکزونه يې وویشتل او د پوره ویجاړولو دعوه يې وکړه،که هم چې ایرانې چارواکو د امریکا لخوا شوي بریدونه تاید کړل،خو اتومي بټیو ته د رسیدلو زیاتو زیانونو یا په بشپړ ډول يي د تخریب خبره رده کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالټرمپ له امریکايي بمبار څخه وروسته په دواړو غاړو د اوربند غږ وکړ او ورسره دولس ورځنۍ جګړه ودریده.
که څه هم چې د ایران او اسرایل د بیا جنګ کولو لپاره چمتووالی نیسي،نو په ظاهره داسې نه ښکاري چې په نزدې ورځوکې به اور بند مات شي.
خو ایراني چارواکو بیا د خپلې ناکامۍ او د مهمو ځایونو د نښه کیدو پړه يې هلته پر افغان کډوالو اچولې ده او امر يې کړی چې باید ټول افغان کډوال يې له خاورې و وځي.
پدې تور يې بې شمیر افغان کډوال نیولي او اعدام کړي هم دي.
ایراني چارواکي ادعا کوې چې ګنې دغه مهم نظامي او د اتومي وسلو جوړولو ځایونه او مهم اشخاص افغانانو اسرایلو ته په ګوته کړي دي،چې دا خبره هیڅ څوک نشي منلی.
ایا افغان کډوال د ایران هستوي پروګرام ،د هغو پټو ځایونو او پوهانو ته لاس رسی درلوده او دا ورته معلومه وه چې د ایران پوځي مشران او د اتومي پروګرام پوهان پدې شپه او پدې ساعت په دغو په نښه شوو ځایونو کې اوسیږي؟
یو مزودور او غریب کار هیڅ کله دومره ژور او دقیق معلومات نشي ترلاسه کولی.
که موږ فرض کړو چې یو افغان د کوم ایراني چارواکي سره نوکر او څوکیدار دی او هغه ته د دغه کس ځاي او د هستوګنې کوټه معلومه ده چې پرې اسرایلو برید کړی او پکې له منځه تللی دی.
خو دا دومره زیات ځایونه او اشخاص چا ورته وښودل او د هغو د اوسیدو او په دغه ساعت او پاتې کیدو ځایونه ؟
دا د ایرانې مهمو اشخاصو څخه بل څوک نشي کولی چې ورته د ټولو اتومي انرژۍ پوهانو،کیمیا پوهانو،د پوځ مشرانو او مهم نظامي مرکزونه معلوم وي.
یو مزدور یا یو محصل چې ټول عمر د پاسپورټ درلودو سربیره بیا هم له پولیسو او امنیتي ځواکونو پټ ګرځي چې داسې نه په کوم نوم يې ونه نیسي،هغوي په ښار کې په ډاډه زړه نشي ګرځیدلی،هلته د اړتیا وړ شیان نه شي اخستلی او د ډوډیو په دوکانونو يې ورته لیکلي چې په افغان ډوډۍ خرڅول بند دي ،نو بیا په کوم زړه او جرات کولی شي چې دغه مهم ځایونه اود دغو اشخاص اوسیدو خونې معلومي کړې؟
زیات شمیر ایرانیان هم دا خبره نه مني چې اسرایلو ته دې هلته پرتو افغان کډولو د دغو مهمو ځایونو او شخصیتونو جاسوسې کړې وې.
هغوي پدې نظر دي چې افغانان نشي کولی چې دغه حساس ځایونه وګوري او یا يې د چارواکو د اوسیدونکو په اړه معلومات ترلاسه کړې چې نن شپه په دغو ځایونو کې څوک شتون لرې؟
دغه ایراني مبصرین او د نظر خاوندان چې وايي،افغانان په ایران کې په سختو او شاقه کارونو بوخت دي او دغو ځایونو ته يې ورتګ ممنوع دی.نو ځکه اسرایلو ته په جاسوسۍ کې افغانان ککړ ندي بلکې دا کار د حکومت مهمو او باورې کسانو ترسره کړی.
او بیا يي د خپلو کړنو تور بیرته په افغان کډوالو پورې کړی او هغوي له زندان نیولي تر داره رسولي دي.
د دوي په وینا ، دا کار او دسېسه له پخوا پلان شوې وه چې جاسوسې به ایرانې چارواکي کوي خو تور به يي پر غریبو او بې وسو افغانانو پورې کوې.
د ایران چارواکو یو افغان محصل هم نیولی دی او د عوه يې کړې چې په کتابجو کې يې د ډرون جوړولو یاداښتونو شتون درلوده،خو دا يې له پامه غورځولې چې نوموړي افغان په همدې برخه کې زده کړې کولي او هرڅوک چې په کومه برخه کې زده کړې ورته لازمه ده چې په اړه يې ځانته معلومات راټول کړي،دا جرم ندی او نه پرې څوک نیول کیدای شي او نه هم پرې د جاسوس تورلګولی شي.
افغان کډوال چې د هیڅ ډول سیاسی،نظامي او ټولنیز ملاتړ څخه برخمن نه دي.ډیری يي پر شاقه کارونو بوخت دي ،دا ډول تورونه پرې لګول او هغوي له دې امله نیول،وهل او اعدامول د ایراني چارواکو دغه شوم هدف نشي پټولی،چې کار خپله وکړه او لاس پر نورو پاک کړه.
اوس عام او بلکې له لوبې بهر ایراني چارواکي هم پدې پوه شوي چې اسرایلو ته دا ډول جاسوسي کول افغانانو پورې تړاو نلرې،،بلکې دا کار خپله ایراني مهمو او بانفوذه کسانو ترسره کړی دی.
خو د خپلې ملامتۍ او ایران ته د رسیدلو ځاني او مالي زیانونو پړه پر غریبو،بې وسو او مزدورو افغانانو اچول،هغوي نیول،شړل او یايي په دار کول ،دا خبره پټه نشي پاتې کیدای.نن دی که سبا دا هر څه به ثابت شي چې اسرایلو کومو ایراني چارواکو مرسته کړې ده.