د ۲۰۲۵ کال په اوړی کی د امریکا او ایران د حملو ستراتیژیک تحلیل، د میداني واقعیت او نظامي-سیاسي دکتورینو ارزونه
مقدمه
د ۲۰۲۵ کال په اوړي کې د ایران اسلامي جمهوریت او متحده ایالاتو ترمنځ ترینګلي اړیکې بېسارې مرحلې ته داخل سوې، داسې یوه مرحله چې له دیپلوماتیکو ګواښونو څخه مخکې ولاړه او تر مستقیمو نظامي بریدونو پورې ورسیده.
د امریکا د هوایي ځواکونو د اسرائیل په همکارۍ د ایران پر اتومي تأسیساتو برید وکړ، تهران په ځواب کې د قطر په العدید پوځي اډه چې د امریکا د ځواکونو مهم مرکز ګڼل کیږي، په بالسټیک توغنديو حمله وکړه.
په دې مقاله کې هڅه سوې چې د دواړو بریدونو میداني واقعیت په تحلیلي ډول وارزول سي او اصلي زیانونه له ادعاوو پرته مشخص کړل سي. سربیره پر دې، د دواړو هیوادونو د نظامي دکتورین او ستراتیژیکو اهدافو په رڼا کې، د دې نښتې سیاسي ابعاد په سیمه ییزه او نړیواله کچه تحلیل سي.
تازه کړکیچ د دې دوو هیوادونو لومړی مستقیم نظامي ټکر و، چې له څو لسیزو نیابتي جګړو وروسته رامنځته سو، او پایلې یې کیدای سي د منځني ختیځ جیوپولیټیکي نقشه له سره تعریف کړي.
د ایران پر اتومي تأسیساتو د امریکا برید
د ۲۰۲۵ کال د جون په ۲۱ مه د شپې ناوخته، د امریکا متحده ایالاتو د اسرائیل په همغږۍ پراخ هوايي عملیات ترسره کړل چې د نیمه شپې د چکش په نوم یاد سول. په دې عملیاتو کې له ۱۲۵ څخه زیاتو جنګي الوتکو B2 او F35 الوتکې، سونګ ورکونکو او استخباراتي طیارو، او ډرونونو ګډون درلود. د امریکا دفاع وزارت ۲۱جون۲۰۲۵.
اصلي هدفونه
- فردو: په قم کی تر ځمکی لاندی د یورانیومو د غنيکولو تأسیسات
- نطنز: د ایران تر ټولو ستر د یورانیومو د غني کولو مرکز
- اصفهان: د ایران د اتومي ذخیره کولو او څيړنې سایټ
د پنټاګون په رسمي بیانیه کې ویل سوي چې د عملیاتو هدف د ایران د غني سازي وړتیا کمول او یو جدي خبرداری ورکول و. د پنتاګون پرس کانفرانس ۲۰۲۵.
د زیانونو ارزونه
که څه هم لویدیځ رسنیو ځینې تاکتیکي بریاوې تایید کړې، تخنیکي شواهد او سپوږمکی انځورونه ښيي چې د فردو او نطنز اصلي هستوي برخې بشپړې له منځه نه دي تللي. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تایید کړه چې هیڅ جدي اخلال یا رادیواکټیف شعاوی نه دی ثبت سوی نړیوال د اټومی انرژی سازمان.
ایراني سرچینو وویل چې تر برید وروسته په ۴۸ ساعتونو کې تأسیسات بیرته فعال سول. د امریکا دفاعي کارپوهان هم ټینګار کوي چې یوازې د تأسیساتو سطحي زیربناوې او د برېښنا او هوا سیستمونه سخت زیانمن سوي، خو اصلي هسته ای خوندي پاتې سوې دی. نیویورک ټایمز ۲۰۲۵
تخنیکي تحلیل
کارول سوي بمونه د ۶۰ مترو ژوروالي د نفوذ وړتیا لرل، خو فردو د ۸۰ مترو په ژوروالي کې جوړ سوی دی، له همدې امله د اصلي برخې بشپړ تخریب احتمال ډیر کم ګڼل سوی. نظامي څارنې مجله ۲۰۲۵
د ایران غچ اخیستونکی برید پر العدید اډه باندی
د جون په ۲۳ مه، دوه ورځې وروسته پر ایران د امریکا له برید څخه، ایران په مستقیم ډول په قطر کی د امریکایی ځواکونو د العدید اډه چی په سیمه کی یې ټر ټولو لویه آده ګڼل کیږي په بالسټیک توغندیو وویشتله. الجزیره ۲۰۲۵
د برید مشخصات
د سپاه پاسداران په بیانیه کې راغلي چې شاوخوا ۱۸ لنډ او منځ برده توغندي د ټاکل سویو هدفونو پر لور ویشتل سوي. ایراني چارواکو ادعا وکړه چې بریدونه یې دقیق وو او درانه زیانونه یې اړولي. فارس نیوز ۲۰۲۵.
خو د امریکا دفاع وزارت وویل چې د اډې دفاعي سیستمونو پاتریوت او تاد ټول توغندي شنډ کړي او هيڅ مهم زیان یا تلفات نه دي رامنځته سوي. سنتکام ۲۰۲۵
مستقل ارزونه
د بروکینگز انستیتوت او ماکسر ټکنالوجۍ سپوږمکی انځورونه ښيي چې که څه هم ډېری توغندي نیول سوي، لږ تر لږه یو یا دوه توغندي د اډې جنوبي برخې ته رسيدلي او ځینې فرعي تاسیسات یې زیانمن کړي، خو انساني تلفات یا د بنسټیزو زیربناوو ویجاړېدنه نه ده لیدل سوې.
د دواړو هيوادونو سیاسي چلند
ایران، سره له دې چې قوي توغندیزه وړتیا لري، قصداً برید یې په نمادین او محدود ډول ترسره کړ تر څو انساني تلفات ونه لري. لویدیځو دیپلوماتیکو سرچینو فاش کړل چې ایران د برید څخه څو ساعته مخکې د عمان او عراق له لارې امریکا ته پیغام ورکړی و چې برید کيږي خو مرګ ژوبله نه غواړي.ګاردین ۲۰۲۵.
د ترامپ حکومت دا غبرګون کنټرول سوی ځواب وباله او وویل چې د پراخې جګړې مخنیوی لاهم شونی دی. رویټرز۲۰۲۵.
د دواړو لورو د نظامی او سیاسی دکتورینو تحلیل
د ایران او امریکا د نظامي غبرګونونو ارزونه د ۲۰۲۵ کال د اوړي په کړکېچ کې، د دې دواړو هېوادونو له نظامي دکتورین پرته ناقصه ده. دواړو هېوادونو په بېلابېلو خو ستراتیژیکو لیدلورو سره هڅه وکړه چې نه یوازې خپله نظامي ځواک نندارې ته وړاندې کړي، بلکې ځانګړي سیاسي پیغامونه یې هم انتقال کړي.
د امریکا نظامي دکتورین: فعال بازدارندګي او هوايي ځواک ننداره
د امریکا متحده ایالات له ۱۹۹۰ لسیزې وروسته په منځني ختیځ کې د فعالې بازدارۍ په سیاست ټینګه ولاړه پاتې سوې ده. دا سیاست پر لاندې محورونو ولاړ دی.
- د هوايي ځواک په کارولو مخکینی بریدونه ترسره کول
- د سیمه ییزو ائتلافونو یعنی اسرائیل او سعودي ته وابستګی
- د ثابتو اډو لکه العدید په کارولو سره پر سیمه باندی کنټرول
د ایران پر اتومي تاسیساتو برید د دې پالیسۍ یو ښکاره مثال و. په دې برید سره، امریکا غوښتل تهران ته دا پیغام ولېږي چې د اټومی وسلو د جوړولو لپاره د یورانیمو غني کولو سره جدي چلند کوي او دا یې سره کرښه ګڼي.
خو د تاسیساتو په بشپړ ډول د له منځه وړلو کې ناکامي دا وښوده چې حتی د امریکا پېچلی دکتورین هم د ایران د ژورو تاسیساتو پر وړاندې محدودیت لري.
د ایران نظامي دکتورین: فعال مقاومت او کنټرول شوی ځواب
په مقابل کې، د ایران نظامي دکتورین د فعال مقاومت او ګډې جګړې په مفهوم ولاړ دی. د دې ستراتیژۍ اصلي برخې په لاندې ډول دي:
- دقیق ویښتونکی او ګڼ شمیر توغندي درلودل د بازدارندګي د توان لپاره
- نیابتي عملیات د حماس، حزبالله، انصارالله او نورو ډلو په وسیله
- کنټرول سوی مرحله وار ځوابونه د شخړې د کنټرول لپاره
- د پټ دفاعي سیستم د تر ځمکی لاندی او متحرک تأسیساتو په واسطه
د ایران د توغنديز برید پر العُدید اډه په دقیق ډول د دې دکتورین په چوکاټ کې تحلیل کېدلی سي، نوموړی برید د انساني تلفاتو د نه رامنځته کېدو او د شخړې د کنټرولېدو اصل ته په پام سره تر سره سوه.
په حقیقت کې، ایران په دې اقدام سره وښوده چې د امریکا د ضربه وهلو توان لري، خو د بشپړې جګړې غوښتونکی نه دی، چې دا خپله یو ډول رواني او سیمه ییزه بازدارۍ رامنځته کوي.
د بریدونو سیاسي او رواني اړخونه
پر نظامي اړخونو سربیره، د ۲۰۲۵ د اوړي په بحران کې د ایران او امریکا متقابل بریدونو په کورني، سیمهییز او نړیوالو سطحو پراخ سیاسي او رواني اغیزې پرېښودې. دا اغیزې په درې مهمو محورونو کې څیړل کیدای سي:
الف – پر داخلي افکارو باندې اغیزه:
په ایران کې: د امریکا برید په لومړیو کې د خلکو تر منځ یو ډول شاک او غوسه رامنځته کړه، خو د العُدید پر اډه د ایران توغندیز ځواب د عزتمند ځواب په توګه د دولتي رسنیو او د ټولنې د یوه لویې برخې له خوا هرکلی وسو. حکومت هڅه وکړه چې د پراخو تبلیغاتو په وسیله، ملي روحیه او د خلکو باور پر وسله والو ځواکونو پياوړی کړي تسنیم خبري آژانس، ۲۰۲۵. تسنیم خبری آژانس ۲۰۲۵.
په امریکا کې: پر ایران د هستوي تاسیساتو برید له مختلطو غبرګونونو سره مخ سو. جمهوريپالانو له دې برید څخه ملاتړ وکړ، خو ډېری ډيموکراتان او امنیتي شنونکي دا برید غیر قانوني او د سیمې لپاره خطرناک وباله واشنګټن پوسټ، ۲۰۲۵.
ب– سیمه ییزه اغیزی او د ګاونډیو هیوادونو غبرګونونه:
د فارس خلیج هیوادونه لکه قطر، امارات او سعودي عربستان د کړکیچ د زیاتیدو له امله سخت اندېښمن وو. قطر، سره له دې چې د امریکایي ځواکونو کوربه دی، د العُدید پر اډه د برید په اړه ډیپلوماتیک چوپتیا غوره کړه او یواځې د کړکیچ د راکمولو غوښتنه یې وکړه . دوحه نیوز، ۲۰۲۵.
عراق او لبنان، چې د ایران د نفوذ سیمې ګڼل کیږي، د جګړې د خپلې خاورې ته د غځیدو په اړه اندېښمن سول او په دې هیوادونو کې د ایران د نیابتي ځواکونو فعالیتونه لنډمهاله راکم سول.
اسرائیل د امریکا له برید څخه ملاتړ وکړ، خو د ایران تر برید وروسته یې د امنیتي خبرداري کچه لوړه کړه او پناهځایونو ته یې د تیارسۍ امر ورکړ هاآرتص، ۲۰۲۵.
ج – نړیوالې غبرګونونه او حقوقي پایلې:
روسیه او چین: دواړو بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف وګڼل او د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه یې وکړه . آر ټي، رشیا ټوډی، ۲۰۲۵.
اروپايي اتحادیه: په ترڅ کې یې اندېښنه څرګنده کړه او له دواړو خواوو یې د خبرو میز ته د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه. فرانسه او جرمني دواړو هیوادونه د زغم او خویشتن دارۍ بلنه ورکړه او بریدونه یې د نړیوال ثبات لپاره یو ګواښ وباله ډویچه ویله ژورنال، ۲۰۲۵.
نړیوال بشري حقونو ادارې: د قطر په خاوره کې د ملکي اډو د کارولو او د ملکي تلفاتو د امکان په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.
سیاسي او رواني جمع بندي
دواړو هیوادونو هڅه وکړه چې د رسنیزو روایتونو په وسیله، هم داخلي او هم نړیوال عامه ذهنیت مدیریت کړي. ایران د خپلو توغندیو دقت او ځواک ته په غټولو سره، او امریکا د خپل دفاعي ظرفیت په ټینګار سره، هڅه وکړه چې خپلو اقداماتو ته مشروعیت ورکړي. په عملي ډګر کې، هیڅ یو لوری د بشپړې جګړې غوښتونکی نه و، خو دواړه غوښتل خپله ځواکمنتیا وښيي، پرته له دې چې د بیرته ستنیدو کرښه واوړي.
نتیجه ګیری:
د ۲۰۲۵ د اوړی نظامي پیښې، د ایران او امریکا په کړکیچ ډکو اړیکو کې یوه مهمه نقطه بلل کیږي. د امریکا د هوایي برید موخه دا وه چې د ایران اټومي پروګرام یا خو ودرول سي یا ورو سي، خو خپلواکو ارزیابیو وښودله چې دغه هدف یوازې نسبي توګه ترلاسه سو؛ ځکه داسې مهمې تأسیسات لکه فردو او نطنز د خپلو ژورو ځمکنیو جوړښتونو له کبله په بشپړه توګه ویجاړ نه سول.
برعکس، د ایران د العدید پر اډه توغندويي غبرګون، که څه هم د فعال مقاومت د دکتورین په چوکاټ کې ترسره سو، په شعوري ډول محدود، کنټرول سوی او بې له انساني تلفاتو پلان سوی و؛ دا د دې څرګندونه کوي چې تهران نه غواړي بشپړه جګړه وکړي، بلکې غواړي خپلې سرې کرښې واضح کړي او په سیمه کې رواني ډار خپور کړي.
د نظامي دکتورینو د لیدلوری څخه، دواړه هیوادونه د دوه مختلفو مفاهیمو سره یو محدود ډګر ته ننوتل: د امریکا فعال بازدارندګي او د ایران فعال مقاومت. په دې کې هوايي ځواک او دفاعي ټکنالوژي د دقیقو توغندیو او څو پوړیزو رواني پیغامونو پر وړاندې ولیدل سول.
د دې جګړې سیاسي اړخونه ښيي چې دواړه خواوې، سره له دې چې ځواک ښکاره کاوه، غوښتل د پراخې جګړې له پیل څخه مخنیوی وکړي. د بریدونو وروسته دپلوماتیکې هڅې او کنټرول سوې غبرګونونه دا حقیقت ثابتوي چې دغه تقابل، تر ډېره تاکتیکي او نمایشي بڼه درلوده، نه ستراتیژیکه.
خو، د داسې کړکیچ دوام کولای سي ډېر خطرناک وي. که په راتلونکی کی کوم برید، د اصلي نیت خلاف، د انساني تلفاتو یا محاسبوي خطا لامل سي، نو ښايي ټوله سیمه یوې بشپړې جګړې ته ټیل وهي.
د سرچینو فهرست
۱ – د متحده ایالاتو د دفاع وزارت (۲۱ جون ۲۰۲۵) ګډ عملیاتو په اړه اعلامیه چې د ایران د هستوي سایټونو هدف ګرځول سوی.
۲ – د پینټاګون خبري کنفرانس (۲۱ جون ۲۰۲۵) د ایران د اتومي تاسیساتو پر وړاندې عملیاتو په اړه بیانیه.
۳ – د نړیوالې اټومي انرژۍ اداره (۲۰۲۵) د ایران د اتومي سایټونو په اړه اعلامیه.
۴ – نیویارک ټایمز (۲۲ جون ۲۰۲۵) د امریکا برید پر ایران د اتومي سایټونو محدودې پایلې لرلې.
۵ – نظامي څارنې مجله (۲۰۲۵) د سنګر ضد بمونو او د ایران د ځمکې لاندې تاسیساتو مقاومت.
۶ – الجزیره (۲۳ جون ۲۰۲۵) ایران په قطر کې د امریکا العُدید هوايي اډې ته برید وکړ.
۷ – د فارس خبري آژانس (۲۳ جون ۲۰۲۵) د ایران غچ: د “بشارت فتح” نومي توغندیز عملیات.
۸ – د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ یا سنتکام (۲۰۲۵) په قطر کې د توغندیز بریدونو په اړه خبري ناسته.
۹ – ګارډین (۲۴ جون ۲۰۲۵) ایران د تلفاتو د مخنیوي لپاره مخکې له برید څخه امریکا ته خبرداری ورکړی و.
۱۰ – رویټرز (۲۴ جون ۲۰۲۵) د ایران برید ته د ټرمپ غبرګون: اړتیا نسته چې کړکېچ نور هم زیات سي.
۱۱ – واشنګټن پوسټ (۲۲ جون ۲۰۲۵) پر ایران د امریکا برید په کانګرس کې بحثونه راوپارول.
۱۲ – هاآرتص (۲۰۲۵) اسرائیل د ایران د برید وروسته د امنیتي ګواښ د کچې لوړولو امر وکړ.
۱۳ – دوحه نیوز (۲۰۲۵) قطر له امریکا او ایران ترمنځ له شخړې وروسته د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه.
۱۴ – آر ټي نیوز (۲۰۲۵) روسیې پر ایران د امریکا برید د ملګرو ملتونو د منشور څخه سرغړونه وبلله.
۱۵ – دویچه ویله (۲۰۲۵) اروپایي اتحادیې د منځني ختیځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د ارامۍ غوښتنه وکړه.
خالد احمد کوهستانی
د سوداګرۍ مدیریت ارشد متخصص، د سیاسي او ټولنیزو مسایلو څېړونکی
کابل – افغانستان