جمعه, فبروري 6, 2026
Home+ه کريکټ بورډ کې بيا ناندرۍ | محمدالله شېرزی

ه کريکټ بورډ کې بيا ناندرۍ | محمدالله شېرزی

د کريکټ بورډ چوکۍ پر خپلولو ناندريو بیا زور اخېستی او څو ډلې هڅه کوي، چې واکمن شي.
اوسنيو واکمنو (ميرويس اشرف، نصيب خان) يوه دوره تکميل کړې او دويمه يې پيل کړې، چې اوس مهال یې له دې کيسو څخه په بله خوږا د پام اړولو لپاره د APL د دويم پړاو پيل خبر رسنيز کړ.
دوی تر ډېره اداره له بد وضعيت وژغورله، خو نیوکې پرې دا دي، چې د کورني کريکټ لوبډلې يې کمې او لوبې بې خونده شوې او ترڅنګ يې نيم کال کيږي، چې ملي لوبډله لوبلړۍ نه لري او لوبغاړي په ليکونو کې ګرځي.
بل خوا اصغر افغان او عزيزالله فضلي نهايي کوښښ کوي، چې دغه ځای اشغال کړي او دا هڅې يې له اولې ورځې رواني دي، چې تر ډېره ورته د مينه والو د خدمت تمه نشته او په ډلبازيو يې تورنوي.
ځېنې تازه مالومات خپاره شوي، چې کريکټ نړېوالې شورا په دې برخه کې مداخله کړې او د محمد نبي او راشد خان سره تماسونه نیول شوي، چې د اوسنيو مشرانو دوره پوره شوې او هم يې سرې کرښې ماتي کړي دي او پرځای به يې نوي کسان ګمارل کيږي.
داسې اوازې هم شته، چې  دواړو لوبغاړو ځېنې کسان ورته مخې ته کړي، خو رسنیز شوي نه دي، چې څوک به وي. ولې دوی په خپل وخت کې د اصغر افغان سره نژدې وو او ښايي همدا يې انتخاب وي.
د کريکټ بورډ مشري لوبغاړي نه غواړي، بلکې ښه ليډرشيپ ته ضرورت لري، ترڅو د کريکټ نړېوالې شورا، اسيايي شورا او کريکټ بورډونو سره د تفاهم ژبه ولري، ډېر امتيازات ترلاسه کړي، لوبې واخلي او مسلکي کريکټ ته وده ورکړي.
د افغان ملي لوبډلې غوره لوبېدنې اوس هر څه اسانه کړي دي،  خو ښې، مسلکي او بې طرفه رهبرۍ ته اړتيا لري، چې د معياري لوبغالو جوړول، کورنۍ کريکټ پياوړی کول، لوبې برابرول، د افغانستان غوره ليګ ترسره کول، د بورډ څخه د سمت پرستو او ماده پرستو لرې کول، د لوبغاړو مداخلې بندول او ورکول کيدونکې بوديجه شفافه لګول پکې شامل دي.
#شېرزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...