جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد افغانستان غوره لیګ لس کلن قرارداد لاسلیک شو

د افغانستان غوره لیګ لس کلن قرارداد لاسلیک شو

تاند『 سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۰مه』افغان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان د شل اوریز غوره لیګ یا APL د پیل او ترسره کېدو تړون یې له یوه پانګوال سره لاسلیک کړی دی.

دغه تړون پرون (دوشنبه، د جون ۳۰مه) په متحده عربي اماراتو کې لاسلیک شو.

د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تړون د راتلونکو لسو پړاوونو لپاره لاسلیک شوی دی.

د معلوماتو له مخې، په دې پړاو کې به پنځه لوبډلې ګډون کوي او د نورو لیګونو سره د لږ توپیر له مخې، هره يوولس کسيزه لوبډله به ۸ افغان او ۳ بهرني لوبغاړي وي.

باید وویل شي چې له دې سره به افغان لوبغاړو ته یو ځل بیا زمینه برابره شي، چې له نړیوالو لوبغاړو سره اوږه په اوږه لوبه وکړي او د هغوی له تجربو ګټه واخلي.

د یادولو ده چې د افغانستان پریمیر لیګ (APL) چې په ۲۰۱۸ کال کې په لومړي ځل ترسره شو او د یو لړ ستونزو له امله ودرېد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...