جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه‏د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنجشیر - تخار نوی سړک...

‏د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنجشیر – تخار نوی سړک منظور شو

تاند『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۰مه』د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، ګ د پنجشېر – تخار سړک د جوړولو کار به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

دا پروژه تازه د ټولګټو چارو وزارت په پراختیایي بودجه کې شامله شوې ده.

د مسوولانو د معلوماتو له مخې دا سړک ۲۸ کیلومټره اوږدوالی او ۵ مټره پلنوالی لري، چې پر جوړېدو یې ۲۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

پنجشېر کې د طالبانو د ولایت ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې دا سړک به د تخار، بدخشان، کندوز او د هېواد له نورو شمال ختیځو سیمو څخه کابل مرکز ته لار لنډه کړي.

هغه زیاته کړې، چې د دې لارې له جوړېدو سره به له تخار څخه کابل ته د سفر لګښت له ۴۰۰۰ افغانیو څخه شاوخوا ۱۰۰۰ افغانیو ته راټیټ شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د دې پروژې پلي کول به د کار نوي فرصتونه رامنځته؛ ټرانسپورټي او سوداګریزې آسانتیاوې به زیاتې او پنجشېر به د هېواد د شمال ختیځو ولایتونو پر څلور لارې بدل کړي.

ویل کیږي، چې له دې مخکې پنجشېر له بدخشان، نورستان او چترال سره نښلول شوی او چارواکي ډاډمن دي، چې له دې نوي سړک سره به په پنجشېر کې د ګرځندوی ودې او د سیمه‌ییزو بازارونو د ښه کېدو لپاره هم زمینه برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...