Homeخبرونهبلوچستان د پاکستانی پوځ پر پوستې برید کې د ۱۱ تنو مرګ...

بلوچستان د پاکستانی پوځ پر پوستې برید کې د ۱۱ تنو مرګ ژوبله

تاند 『سه شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۰مه』‏د بلوچستان په مستونګ کې د پاکستاني ځواکونو پر یوې ځايي امنیتي پوستې وسله والو برید شوی دی.

د پاکستاني پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوی، خو راپورونه وايي، چې د یوه جسد په ګډون ۱۱ تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه برید کې د پاکستاني پوځیانو د پوستې ټول اسناد او پوځي وسایط سوځول شوي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کوم کس یا وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا برید په داسې مهال کېږي- چې دوه ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې یوه ځانمرګي برید کې ۱۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

پاکستان په هغه برید کې د هند د لاس لرلو خبره کړې وه خو هند بیا د دوی خبره رد کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...