تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۲ مه) تر ۱۳۰۰ ډېرو افغان او ایراني شخصیتونو، فعالانو، خبریالانو، سینماګرانو او عامو وګړو، په یوه پرانیستې لیک کې د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو غوښتي چې له افغان کډوالو سره «غیر انساني چلند» سمدستي ودروي.
دې ډلې همداراز له ایراني وګړو غوښتي چې د دغو چلندونو پر وړاندې غبرګون وښيي، څو دا چوپتیا د افغانانو پر وړاندې د ایران د ټول ولس «ملاتړ یا ملي غوښتنې» په توګه تعبیر نه شي.
دغو کسانو، له ټولو کډوالو سره، که قانوني وي یا نه، د غیر انساني چلندونو غندنه کړې او هغه کړنې یې چې پکې مهاجر نیول کېږي، کمپونو ته انتقالېږي، هلته ساتل کېږي او بیا ایستل کېږي – حتی هغه کسان چې قانوني اسناد لري – «وحشیانه، غیر انساني او د شرم وړ» بللي دي.
په وروستیو ورځو کې، د اسلامکلا بندر له لارې د افغان کډوالو د جبري ایستنې ګڼ تصویرونه خپاره شوي، چې نه یوازې نارینه بلکې کورنۍ هم پکې ښکاري، چې له ایران څخه په داسي حال کې شړل کېږي چې په لاسونو کې یې بکسونه او وسایل دي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د چنګاښ په نهمه (جون ۲۹) اعلان وکړ چې د جون په میاشت کې تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان له ایرانه وتلي، چې اکثره یې په زوره ایستل شوي دي.
د دې راپور له مخې، د جنورۍ له ۲۸ تر جون پورې، تر ۶۹۱ زره ډېر افغان اتباع له ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ۷۰ سلنه یې ایستل شوي کسان دي.
راپورونه ښيي چې په وروستیو اوونیو کې، د هغو افغانانو د اخراج کچه لوړه شوې چې قانوني اسناد نه لري، ځکه ایران اعلان کړی چې د چنګاښ تر ۱۵مې (جولای ۵) پورې باید اسناد نهلرونکي کسان ووځي.
له ایران څخه د لکونو ایستل شویو افغانانو په منځ کې ۸۰ زره ماشومان دي
سره له دې، په ایراني رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ځینې شننې ښيي چې د حکومت نژدې کسان دا باور لري چې د ایران او اسراییل ترمنځ په وروستي ۱۲ ورځني جنګ کې، ډېری «جاسوسان» د بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول د افغان اتباعو له ډلې څخه وو.
په یاد لیک کې، چې ۱۳۰۰ شخصیتونو لاسلیک کړی، راغلي دي: د کډوالو ایستل چې تر پرون پورې د نفوس د ترکیب د بدلون، د بیکارۍ د لوړوالي، اقتصادي ستونزو، او جرمونو د زیاتوالي په شان د نه ثابتېدونکو پلمو ته اشاره کېدله، اوس، له اسراییل سره له جنګ وروسته، دا کسان د «جاسوسۍ» او «د نفوذي شبکو» د غړو په نوې او بېدلیله تورونو متهم شوي، څو د اسراییل له خوا د «جنایتکارانه برید» غچ له مظلومو افغان مهاجرو واخیستل شي.
دوی د ایران له اسلامي جمهوریت څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره دا غیر انساني چلند ژر تر ژره پای ته ورسوي، او له ټولو وګړو یې هم غوښتي چې «د دې ښکاره ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي»، بلکې له انساني، عقلاني او حمایوي لارو خپل غږ پورته کړي، څو دا چوپتیا او بېپروایي د «خواخوږۍ یا ملي غوښتنې» په توګه تعبیر نه شي.
افغانستان دا مهال له څو لسیزو جګړو وروسته، بېرته عادي حالت ته د راګرځېدو څلورم کال په ډېرو ستونزو کې تیروي.
د طالبانو حکومت چې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د بېرته راستنو شویو کډوالو د منظم مدیریت توان نه لري. افغانستان په وروستیو کلونو کې له پاکستان څخه هم د خپلو سلګونو زرګو اتباعو د جبري اخراج له څپې سره مخامخ شوی دی.
د نړیوالو مرستو د سخت کمښت له امله، د ملګرو ملتونو ادارې او غیر دولتي مؤسسې له لویو ننګونو سره مخامخ دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې «یوازې یې د اړو کسانو له یوې کوچنۍ برخې سره مرسته کړې ده».
تاسو ملاېان واېاست چی ټول مسلمانان سره ورونه دی، هېڅکله مو دا ونه منله چی مسلمانانو کی تربوران او دښمنان هم شته چی باېد وپېژندل شی او هماغه شان روېه ورسره وشی. ته ټوله ورځ چغی وهه چی پاکستانی او اېرانېان زمونږه ورونه دی خو باېد ځان پوه کړی چی هغه هم درته ورور واېې که نه ؟ نور نو ملا سېب ستا خوښه چی ورونه ېې ګڼی او خپلوان خو زما تر تور سپی هم بد راځی او که ورته د ورورنو خطاب وکړم نو ستره غلطی به وی.
دافغانستان وهابېان او د اېران تس په نامه شعه ګان لکه اخوندان چي کوناټيو يوه خوا او تاليبان ئی بله خوا وي له منځه بد بوی خپل اولس ته را وځي.