تاند『پنجشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۲مه』د حماس غورځنګ ویاند ویلي چې دوی د غزې لپاره د اوربند د هغې طرحې ارزونه پیل کړې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري وړاندیز شوې ده.
دغه طرحه د مصر او قطر په منځګړیتوب وړاندې شوې، خو حماس ټینګار کوي چې هر ډول توافق باید د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل هم تضمین کړي.
د اسراییل لومړي وزیر د دغه اوربند له وړاندیز وروسته خپلو وروستیو څرګندونو کې د حماس بشپړ له منځه وړلو باندې ټینګار کړی دی.
پرون چهارشنبه ولسمشر ټرمپ ویلي، چې د غزې لپاره له ۶۰ ورځني وروستي وړاندیز شوي، اوربند د طرحې له شرایطو سره اسراییل هوکړه کړې ده.
د اوربند دا طرحه، چې می میاشت کې رد شوې وه، د یرغمل شویو نیمايي خوشې کولو او په بدل کې د فلسطیني بندیانو تبادله هم شامله ده.
د تازه راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي بریدونو له امله ۱۳۹ فلسطینیان وژل شوي، چې پکې د اندونیزیايي روغتون مشر مروان السلطان، د هغه مېرمن او پنځه ماشومان هم شامل دي.
د غزې خلکو له نړیوالو رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې که یاد اوربند عملي شي، د زرګونو بې ګناه انسانانو ژوند ورسره ژغورل کېدای شي.