سرې لمبې یې له تنه پورته کېدې. له کړاو ، وېرې او ځور ډک ځنګل د مور په غېږ کې پرېوت.
— مورې! مورې! وسوم! له تنه مې لمبې خیژي! تکې
شنې څانګې مې پرې، دنګې ونې مې غوڅې شوې
رنګارنګ بوټي، مرغان، ژوي مې له لمنې بېدرکه دي
دا تېری هره ورځ راسره تکرارېږي. زه یې پک پمن کړم!
مور، چې ځنګل زوی په دغه حال ولید، په ژړا شوه.
کریغې یې کړې، د اوښکو سپین څادر یې پر مخ راخور کړ.
بله ورځ، سیند ستړی، ستړی راغی.
غږ یې له غرېوه ډک و:
— مورې، خوږې مورې! زه ستا زوی یم، خو له شرمه سترګې نه شم درغړولی.
پلاستیک، بوتلونه، کڅوړې، خځلې مې په سینه کې خښې دي.
اوبه مې دومره ککړې شوې، چې واړه کبان مې وچې ته ټوپ وهي.
مرغان رانه مخ اړوي، لارې راپورې خاندي.
نور مزل نه شم کولی… دا بدرنګ بویونه مې وژني!
درېیمه ورځ، کنګل راورسېد.
شونډې یې له ډېره دړده تڼاکې شوې وې. ورو یې وویل:
— مورې جانې! زه دا ګرمي نور نه شم زغملی
بدن مې هره ورځ وېلې کېږي.
که تودوخه همداسې لوړېږي، زه به ورک شم.
یخني به یوازې د تاریخ یوه افسانه پاتې شي!
څلورمه ورځ، درياب راغی.
زګېروی یې له سینې پورته کېده، سترګې یې له ژورې وېرې ډکې وې:
— مورې، مهربانې مورې! خېټه مې له زهري تېلو او عازو ډکه شوې ده.
هره ورځ مې په غېږه کې ژوندي سري مري
زما احساس، زما هویت ژوبل شوی.
کله چې دا حال وینم، له ځانه مې کرکه راځي!
پنځمه ورځ، غر د مور مخې ته ودرېد.
سینه یې درز درز وه، غږ یې مات و:
— مورې، ښکلې مورې! زما د پېړیو پېړیو جوړ بدن یې ټوټې، ټوټې کړ.
د غرغنډه چینو او جړوبیو(ابشارونو) سترګې یې ړندې کړې.
زه سخت ځورېږم… زه خپه یم!
د ځمکې مور، چې د خپلو اولادونو فرياد واورېد،
سترګې یې، لکه د بورې مور، له غمه وینې وینې شوې
چیغې یې پر ټول کائنات خپره شوې
غږ یې له خفګانه لړزېده. د خپلو اولادونو سترګو ته یې وکتل او ویې ویل :
«زما ښکليو، صادقو او کړيدليو زامنو!
ځنګله، سینده، کنګله، دريابه، غره!
زه درڅخه بښنه غواړم. ما تاسې د انسان د ښېګڼې لپاره روزلي وئ
غوښتل مې، انسان ستاسو په غېږ کې د جنت احساس وکړي؛
سوکالي او خوښي یې په برخه شي.
خو انسان خپلې ژمنې ماتې کړې؛ له طبیعت سره یې خیانت وکړ.
اوس د عدالت شېبه را رسېدلې — همدا اوس!»
غره! ولړزېږه.
سینده! قهر شه.
کنګله! وېلې شه.
دريابه! راپورته شه.
ځنګله! وچ شه.
لاندې کړئ دا له غرور ډک ښارونه او شریر وجودونه!
نېټه : ٢٠٢٥ د جولای ٣