سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپر اوکراین د روسیې یرغل روان دی

پر اوکراین د روسیې یرغل روان دی

تاند(پنجشنبه، د حوت ۵ مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د تلویزیون له لارې په وینا کې وویل چې د ختیځ اوکراین د اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره پر اوکراین برید ته اړتیا وه او روسیې اوکراین ته ورپېښ خطرونه زغملی نه شوای.

پوتین وویل چې روسیه د اوکراین د نیولو اراده نه لري او نورو هیوادونو ته خبرداری ورکوي چې که په دې مسله کې یې لاسوهنه وکړه نو داسې زیان به وویني چې هیڅکله یې لیدلی نه وي.

پوتین د اوکراین له پوځه وغوښتل چې وسلې پر مځکه کښېږدي او خپلو کورونو ته لاړ شي.

ده ادعا وکړه چې د دې پوځي یرغل هدف یې د ملکیانو خوندیتوب او له وسلو څخه د اوکراین پاکول دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، کله چې پوتین د تلویزیون له لارې ملت ته وینا کوله، هماغه مهال د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د پر له پسې چاودنو ږغونه اورېدل کېدل. د اوکراین له نورو سیمو هم د چاودنو ږغونه اورېدل شوي دي.

راپورونه وايي چې روسیې د اوکراین پر پوځي مرکزونو بمبارۍ پیل کړي دي.

امریکا او اروپايي اتحادیې پر اوکراین د روسیې یرغل غندلی دی. جو بایډن ویلي چې روسیه د دې یرغل لپاره هیڅ جواز او پلمه نه لري.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې پوتین له مخکې څخه پر اوکراین د یرغل لپاره پلان درلود خو دا جنګ به د انساني تلفاتو ترڅنګ یو لوی ناورین رامنځته کړي.

په همدې حال کې د ملګروملتو امنیت شورا د اوکراین په غوښتنه د دغه هیواد پر حالاتو د غور لپاره بیړنۍ غونډه دایره کړې ده.

د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوترېش له روسیې غوښتي چې پر اوکراین بریدونه سمدستي ودروي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې روسیې بشپړه جګړه پیل کړې او اوکراین په دې خاطر خپل اسمان منع اعلان کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادومیر زیلینسکي بیا ویلي چې د روسیې د یرغل له کبله بیړنی حالت اعلانوي.

روسیې ویلي چې د اوکراین خاوره نه نیسي خو د اوکراین د خلکو په خوښه دولت رامځته کوي. داسې ښکاري چې روسیه غواړي چې د اوکراین منتخب حکومت وپرزوي او پر ځای یې یو ګوډاګی حکومت جوړ کړي چې له لوېدیځ سره اړیکې ونه لري او دا وېره د تل لپاره ختمه کړي چې اوکراین به د ناټو غړیتوب ترلاسه کوي.

2 COMMENTS

  1. ډير ښه کوي روسيه د خپلو وګړو ملاتړ کوي او د اکرايني فاشيستانو ځالي نړوي.هلته داسي دولت بايد جوړ کړي سي د خلکو په خوښه وي نه د لويديځ ګوډاګی لکه دغه خبيث زيلينسکي.

  2. وحید
    موږ د روسانو په وړاندی د یوکریان د مجاهدینو ملاتړ کوو. مجاهدین به کامیابیږی لکه دشورویانو په مقابل کی چی کامیاب شول یوکراینی مجاهدین باید حمایت شی او که افغانستان ته راځې مهاجرین یی قبلوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب