Homeخبرونهحقاني: مالیزیا افغان محصلینو ته د سلو بورسونو ژمنه وکړه

حقاني: مالیزیا افغان محصلینو ته د سلو بورسونو ژمنه وکړه

تاند: ( پنجشنبه، د کب پینځمه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزير مولانا عبدالباقي حقاني وايي، چې د مالیزیا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ورسره د لیدنې پر مهال افغان محصلینو ته د سلو تعلیمي بورسونو د ورکړې ژمنه کړې ده.

د سرچينې په وينا، په دې لیدنه کې د افغانستان له پوهنتونونو سره د نورو همکاريو په اړه هم خبرې او بحثونه شوي دي.

ويل شوي، چې د مالیزیا استازي په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د فعالیدو په اړه مالیزیا ته د یوه پلاوي د سفر په اړه هم خبرې کړي دي.

د ننګرهار د اسلامي پوهنتون د مسلې په اړه د لوړو زده کړو وزارت په اعلامیه کې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

معلومه نه ده، چې مالیزیا د مخکیني جوړیدونکي د فعالیدو او که د بل پوهنتون د جوړېدو په اړه خبرې شوي دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...