Homeخبرونهکابل پوهنتون به د حمل په ۷ مه بیرته پیل شي

کابل پوهنتون به د حمل په ۷ مه بیرته پیل شي

تاند: ( پنجشنبه، د کب پینځمه) د طالبانو د حکومت ځينې سرچينې وايي، چې په کابل پوهنتون کې به د تدریس لړۍ د نوي لمريز کال د حمل په اوومه بیرته پیل شي.

د محمد جلال په نامه د طالبانو یوه ویاند ویلي، چې د پوهنتونونو له بیرته پیلیدو سره به نجونې او هلکان ټول له بيا ځلي زده کړو برخمن کړل شي.

مخکې طالبانو د نجونو او هلکانو په جلا وختونو کې د نجونو او هلکانو د پوهنتوني زده کړو د پيل طرحه جوړه او په ځينو ګرمسیرو پوهنتونونو کې یې عملي کول پیل کړي هم دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره د پوهنتونونو او ښځينه ښوونځيو زده کړې ټکنۍ شوې، چې په نړیواله کچه یې غبرګونونه او اعتراضونه پارولي دي.

د پوهنتونونو په بیرته پیلیدو محصلين خوشاله بريښي او له طالبانو غواړي، چې د زده کړو د دوام خنډ یې ونه ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...