Homeخبرونهد ط يوه پلاوي د غور د جام منار وضعيت له نيږدې...

د ط يوه پلاوي د غور د جام منار وضعيت له نيږدې وارزوه

تاند: ( پنجشنبه، د کب پینځمه) د طالبانو یو پلاوی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ، ښار جوړونې، کلیو او پراختیا وزارتونو او یونیسکو سازمان استازي پکې موجود وو، په غور کې د جام منار وضعيت له نيږدې ارزولی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو رييس عبدالاحد عباسي ویلي، چې د دې سفر پر مهال يې د طالبانو د غور والي مولوي امین الله شریفي او يو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي.

نوموړي یاد شوی منار د هېواد يوه مهمه فرهنګي شتمني ګڼلې او ويلي، چې د نړیدو د مخنيوي لپاره یې ځینې ګامونه اخيستل شوي او نور به هم واخيستل شي.

په وروستيو کې په غور کې د درنو سېلاوونو له راوتو سره د یاد شوي منار د نړیدو اندیښنې زیاتې شوې وې او مختلفو نړیوالو سازمانونو ورته د پاملرنې غوښتنه کړې وه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...