Homeخبرونهازبکستان کې د افغانستان په اړه د اروپايي استازو غونډه د يوه...

ازبکستان کې د افغانستان په اړه د اروپايي استازو غونډه د يوه پريکړه ليک په خپرولو پای ته ورسېده

تاند: ( پنجشنبه، د کب پینځمه) د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې د افغانستان د وضعیت په اړه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سره د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د استازو غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه، چې پرون جوړه شوې وه، د يوه پريکړه ليک په خپرولو پای ته ورسېده.

په پریکړه لیک کې د افغانستان سیاسي، ټولنیز او بشري وضعيت د اندیښنې وړ ګڼل شوی او ټینګار شوی، چې که د حل لپاره یې عاجلې هڅې ونه شي، د سیمې هېوادونو ته به یې خطر پراخ او منفي اغېزې ورسیږي.

د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د هر اړخیزو عاجلو مرستو د همغږۍ او تر سره کیدو له ټینګار سره، په دې هېواد کې د یوې سياسي او مشروع پروسې له لارې د داسې حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې، چې د ټولو خلکو، په خاص ډول د ښځينه وو حقونه پکې خوندي وي.

په غونډه کې له افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د افراطيت، نیشه یي توکیو او نورو ګواښونو په لېږد انديښنه ښودل شوې او ټینګار شوی، چې د دغو ګواښونو د مهارولو لپاره نړیوالې همکارۍ باید تر سره شي.

د يادونې وړ ده، چې مخکې اروپايي ټولنې د ازبکستان په ترمز ښار کې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد د يوه مرکز د جوړولو خبر ورکړی و، خو په پرونۍ غونډه کې په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...