دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپنجشېر کې د یوه مهم ط قومندان او څو جنګیالیو د وژلو...

پنجشېر کې د یوه مهم ط قومندان او څو جنګیالیو د وژلو ادعا وشوه

تاند:( پنجشنبه، د کب پینځمه) په پنجشير کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد د مقاومت ډلې ادعا کړې، چې د طالبانو د سرې قطعې قومندان عزت الله کندهاری يې د هغه له ۸ جنګياليو سره وژلی دی.

د احمد مسعود وياند صبغت احمدي ويلي، چې ملا عزت او وسله والو يې د شتل ولسوالۍ په دواب سيمه کې د دوی پر مرکزونو د بريد په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.

سرچينې په بريد کې د ځينو نورو طالب جنګياليو د ټپي کیدو ادعا هم کړې ده او د ملا عزت مرګ ته منسوب عکسونه يې هم خپاره کړي دي.

طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د طالبانو پر ضد د مقاومت ډلې يوه مشر او د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح طالبان تورن کړل، چې د افغانستان رسنۍ يې د دوی د اړوندو خبرونو په نه خپرولو ګواښلي دي.

طالبان په ټوله کې د دوی خلاف د مقاومت ډلو موجوديت ردوي او د احتمالي موجوديت په صورت کې يې د ځپلو ټينګار کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب