دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د ای پي ايل په مهارشترا لوبغالي کې يوه نجلۍ هلک ته...

د ای پي ايل په مهارشترا لوبغالي کې يوه نجلۍ هلک ته نامزاده شوه

د هند غوره ليګ سياليو په لړ کې وړمه ورځ د چينای سوپر کېنکز او بنګلور لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شوه، د دې سيالۍ په جريان کې د لوبغالي ګرد چاپیره ناستو نندارچيانو کې یوه نجلۍ را پورته کېږي، د بېنګلور لوبډلې يو خوښوونکي ته د واده وړاندیز کوي، جالبه دا چې هلک هم بې تفاوته نه پاتې کېږي او دا وړاندیز يې په سر سترګو مني.

کریک ټریکر وېبپاڼې تازه يو انځور خپور کړی، چې پکې ليدل کېږي؛ یوه نجلۍ پر خپل ځای ناسته ده او هلک ورته ولاړ دی، دواړه خوښ دي او د واده وړانديز يې مني، په انځور کې ليدل کېږي، چې نجلۍ هلک ته د نامزادۍ ګوته ور په لاس کوي.

 

د ويلو ده، چې د هند په غوره لیګ کې دا لومړی ځل نه دی چې د هلک او نجلۍ له لوري يو بل ته د واده وړانديز کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د هند په غوره ليګ او نورو ليګونو کې داسې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب