Home+بېنګلور لوبډلې چينای ته ماتې ورکړه او په جدول کې يې څلورم...

بېنګلور لوبډلې چينای ته ماتې ورکړه او په جدول کې يې څلورم مقام خپل کړ

د هند غوره لیګ په ۴۹مه سيالۍ کې د رایل چېلنجرز بېنګلور او چینای سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شوه. د د دې سيالۍ په پیل کې چینای سوپر کنګز د لوبې ټاس وګاټه او خپله يې ډګر ساتنه غوره کړه.

رایل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړې، په دې منډو کې د ماهیپل لومرور ۴۲ لوړې منډې شاملې وې.

د ۱۷۴ منډو هدف لپاره د چینای سوپر کنګز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ايله ۱۶۰ منډې وکړې او دا سيالي يې د ۱۳ منډو په توپیر رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته پرېښوده.

د دې سيالۍ غوره لوبغاړی هارشل پټېل ونومول شو. نوموړي د سيالی لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

پاتې دې نه وي، چې د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې دا ۱۱مه سيالي وه، چې له ۱۱ سياليو يې ۶ وګټلې. بنګلور اوس د ۱۲ نومرو سره په جدول کې څلورمه لوبډله شوه.

د ای پي ایل په ۵۰مه سيالۍ کې نن د ډیلي کاپیټلز او سنرایزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ماښام شپږ نيمې بجې لوبه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...