یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+څنګه بریالی سیاستوال کېدای شو؟

څنګه بریالی سیاستوال کېدای شو؟

مینه احمدي

که څه هم نن سبا په افغانستان کې مطلقه واکمني ده، نه ګوندونه شته، نه انتخابات او نه د سیاسي مبارزې لپاره ازادي. خو کیدای شي چې دا شرایط ژر یا ناوخته بدل شي او یو وار بیا هر چا ته د خپل استعداد د کارولو اجازه پیدا شي.

سیاست له چیلنجونو او ننګونو ډک یو مسلک دی. دا د سیاست غوښتنه ده چې د خپلې وړتیا پر اساس د یوه منتخب مشر په توګه په خپله ټولنه کې لازم بدلونونه راولې. د یوه اغیزمن او بریالي سیاستوال کیدو لپاره سخت کار، هوښيارانه او غوره انتخابونو او لارو چارو ته اړتیا ده. ددې تر څنګ په محلي او ملي کچه د یوې سیاسي چوکۍ یا سیاسي موقف ترلاسه کول هم بریالي کمپاین او منډو ترړو ته اړتیا لري چې باید ډير تمرکز پرې وکړئ.

دلته د هغو لپاره چې په سر کې یې د سیاست شمال ګرځي او غواړي یو بریالی سیاستوال یا سیاستپوه شي څو ټکي راټول شوي.

۱- په سیاسي علومو کې باید یوه ډګري یا اړینه پوهه ولرې

که چیرته په سیاسي علومو کې پوهه یا کوم سند ولرې؛ نو د رایه ورکوونکو یا وګړو لپاره به باوري او راښکوونکی شې. د مسلکي سند په لرلو سره به تاسې د یوه قوي بنسټ په توګه د حکومت او سیاستونو په اساساتو کې یعنې چوکاټ کې مهم ځای ولرئ. د سیاست په اړه د معلوماتو لرلو په اساس به وکولی شئ چې یوه مسله یا معلومات ښه تحلیل کړې، په روانو پروسو او نورو موضوعاتو به ډیر ښه وپوهیدای شې. همداراز به په سختو شرایطو کې لازمه وینا او حل لارې وړاندې کړی شې.

۲- د وینا یا ویناوالۍ لپاره باید ځینې کلاسونه واخلئ

که چیرته نور لاسرسی نه لرئ، هڅه وکړئ چې د ویناوالۍ او خلکو ته د خبرو کولو چمتوالي لپاره ځیني کلاسونه واخلئ او هغه لارې چارې زده کړئ چې څرنګه باید ولس یا خلکو ته وینا وکړئ.

په پوهنتون یا نورو ځایونو کې دداسې ټریننګونو اخیستلو او په لارو چارو د ځان پوهولو له امله به وشې کولی چې د ګڼو خلکو او یا نورو سیاستوالو په مخ کې په منظم ډول سره وینا وکړئ او خپله نظر او مفکوره په ښه توګه وړاندې کړئ شئ.

دا ډول کلاسونه د هغو خلکو لپاره لا ډیر ښه وي چې د نورو مسلکي زده کړو وس نه لري. په دې ډول ټریننګونو اخیستلو سره به ډاډمن او په ځان باوري اوسې.

۳- په ویناوو او مناظرو کې ګډون وکړئ

که چیرته تاسې اوس په لیسه کې زده کړې کوئ، نو هڅه وکړئ چې له اوس نه د ویناوالۍ په غونډو او مناظرو کې ګډون وکړئ. تر څنګ له نورو سره مسابقې هم وکړئ.
که عملاً سیاست ته ورښکته کیدونکي یاست نو له نورو کاندیدانو سره د خپل کمپاین پرمهال په سیمه ییزو مسایلو مناظرې او بحثونه وکړئ. ځکه په محلي یا سیمه ییزه کچه د سیالیو کولو سره نور هم چمتو کیږئ، چې وروسته په ملي کچه به لا ډیر ډاډمن او باوري اوسئ.

۴- په خپله ټولنه او ان نړۍ کې له وروستیو سیاسي جریانونو ځان خبر وساتئ

هغه سیاستوال چې په ملي او سیمه ایزه کچه د سیاسي بریا ترلاسه کولو هڅه کوي باید په سیمه ییزو سیاستونو پوه اوسي او وخت په وخت ترې خبر وي. د ټولنې د ټولو پيښو که واړه یا غټ مسایل وي، باید ترې اګاه وي. ددې ترڅنګ باید په ملي کچه هم له سیاسي جریانونو ځان خبر کړې. دا باید یو کار او عادت وګرځوې.

تر ډیره ټولینزې رسنۍ لکه فیسبوک، ټویټر او نورې باید وکاروې او فعاله اوسې، همداراز هغه سیاستپوهان او اشخاص چې د سیاست په دایره کې ښکیل دي باید وڅارې او پوه شې چې هغوی څه وايي او څنګه مخته روان دي. همدرازا انلاین ویب سایټونه او نورې بیلابیلې رسني، لکه تلویزیون، راډیو… نور هم وڅارئ.

۵- خپل نظریات مو په ټولنیزه میډیا کې شریک کړئ

تاسو د ټولنې د بدلون او چارو د بهتره کیدو لپاره یوه مفکوره لرئ، خلک ترې خبر کړئ، خو په ډیر دقت سره. ددې ترڅنګ باید اصول مراعت کړئ او په ښه دریځ مخته لاړ شئ. همداراز خپل شخصیت مو باید ښه څرګند کړئ او د ټولشموله شخصیت خاوند اوسئ. په ټولنه کې باید له بیلابیل اشخاصو او رهبرانو سره سالمه ناسته پاسته ولرې تر څو دې محبوبیت ډیر شي. باید د یوه قوي او غوره سیاسي ټیم خاوند هم اوسې، ځکه که ښه ټیم ولرې ډیر خلک مو خوا ته در درومي. یوه ښه تګلاره هم اړینه ده چې باید ویې لرې او خلکو سره یې شریکه کړې.

یوه بل خورا مهمه برخه د مارکیټینګ لپاره د ستراتیژۍ لرل دي.

ځکه اغیزمنې اړیکې د یوه بریالي کمپاین لپاره خورا مهمې دي. باید تل له رایه ورکوونکو سره په تماس کې اوسئ او هغوی دې ته وهڅوئ چې تاسې ته رایه درکړي.

همداسې نور…

په دې هیله چې صادقانه، بریالي او هر اړخیزه سیاستپوهان او سیاستوال درځنې جوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب