پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهامريکا: په افغانستان کې د داعش د بیرته انسجام هڅې ناکامه شوي...

امريکا: په افغانستان کې د داعش د بیرته انسجام هڅې ناکامه شوي دي

تاند:( پنج شنبه، د ثور پینځلسمه) د امريکا متحده ايالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، چې په افغانستان کې د بیرته انسجام لپاره د داعش ډلې هڅې ناکامه شوي دي.

نوموړي د خپل هېواد د مشرانو جرګې په یوه غونډه کې ویلي، چې دغې ډلې په افغانستان کې د بیرته منسجمیدو هڅې کړي، خو پکې پاتې راغلې ده.

د هغه په وينا، امريکا ته سمدستي د داعش ډلې له لوري کوم ګواښ نه دی متوجه.

د امریکا د پوځ لوی درستیز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې مخکې ګڼو امریکايي چارواکو له افغانستان څخه د داعش ډلې د بیرته فعالیدو او د امریکا په ګډون نړۍ ته یې د ګواښونو خبر ورکړی و.

د افغانستان طالب چارواکو بيا ټينګار درلود، چې داعش ډله یې ځپلې او پیاوړی کیدو ادعاوې یې ناسم رسنيز تبلیغات دي.

له دې سره، په تېره روژه کې افغانستان د ګڼو خونړیو پېښو شاهد و، چې د ډېرو مسووليت يې داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب