پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهذبيح الله مجاهد د مسعود قبر ته د سپکاوي ادعاوو ته غبرګون...

ذبيح الله مجاهد د مسعود قبر ته د سپکاوي ادعاوو ته غبرګون وښود

تاند:(پنجشنبه، د ثور ۱۵ مه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په پنجشير کې د هغې ویډیو په اړه غبرګون وښود چې یو شمېر کسان د پنجشېر د مشهور قومندان احمدشاه مسعود قبر ته څېرمه د اتڼ او نڅا په حال کې لیدل کېږي او یو شمېر خلکو دا کار د احمد شاه مسعود سپکاوی بللی دی.

ذبيح الله مجاهد وايي چې د طالبانو اسلامي امارت دې پېښې ته ورته پالیسي نه لري او دا عمل يې د تایید وړ نه دی.

 ‏‏نوموړي زیاته کړې:«له مختلفو ولايتونو څخه څو تنه په اختر کې پنجشېر ته د تفریح لپاره تللي او ممکن نڅیدلي وي، خو دقیق ويلای شي چې مد هغوی هدف د جهادي شخصتونو سپکاوی نه او بلکې بې پروايي وه.»

مجاهد زیاتوي:«جهادي شخصتونه د طالبانو د درناوي وړ دي، د مړو توهین جواز نه لري او موږ هم د داسې عمل اجازه نه ورکوو، هڅه کوو چې د دغه ناسم عمل انګيزه معلومه او د داسې پېښو مخه ونيسو».

د یادونې وړ ده، چې ‏یاده ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د طالب پلوو او طالب مخالفو فعالانو په يوه لوی بحث بدله شوې او ګڼې ناندرۍ پرې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب