یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د مسعود پر قبر اتڼ | ګل ولي ارین

د مسعود پر قبر اتڼ | ګل ولي ارین

د دوهمې نړیوالې جګړې په پیل کې هټلر په فرانسه برید وکړ او د پاریس ښار یې لاندې کړ. ښار ته د ننوتلو پر وخت یې له خپلو عسکرو سره د ایفل ټاور مخې ته یادګاري عکس واخیست. دا عکس تر ننه په فرانسویانو بد لګیږي ځکه چې هټلر پاریس ته په چکر نه وو تللی، بلکې پاریس یې لاندې کړی وو او یاد عکس د هټلر د فتحې ثبوت دی.
درې کاله وړاندې د هند جنګي الوتکې پاکستان ته ننوتلې او د پاکستان په خاوره کې یې ترهګر په نښه کړل. دې پېښه کې د ابي نندن په نوم یو هندي پیلوټ د پاکستان په خاوره کې پاکستاني ځواکونو ونیوو، دا چې پاکیستان تل له هند ډاریږي نو پیلوټ ته یي ښه قدر او عزت ورکړ. ابي نندن پاکستان کې یوه پیاله چاي سره عکس اخیستی وو. هغه عکس تر ننه پاکستانیانو ته پیغور دی. هندیان یې وریادوي، “زموږ عسکرو ستاسې خاوره کې چایونه څښلي”.
بله پېښه تېر کال د افغانستان سقوط و. د افغانستان له سقوط څو ورځې وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال فیض حمید کابل ته راغی، د کابل په سیرینا هوټل کې یې چای وڅښه. له همدې صحنې یې عکس واخیست او دا عکس د پاکستان مشهورو رسنیو د کابل د فتحې تر عنوان لاندې نشر کړ.
بله پېښه پرونۍ ده. فیسبوک کې ویډیو نشر شوې. تالېبان د مشهور جنګي کقوماندان احمدشاه مسعود پر مقبره د اټن کولو په حال کې ښودل شوي ذي.
دا ويډیو زموږ په تاجېکو هېوادوالو بده لګېدلې، حال دا چې همدا تاجېکان د مسعود مقبرې ته څېرمه سندریز کلیپونه ډکوي. ولې؟
ځکه چې تاجیک هېوادوالو ته د پورتنیو مثالونو په څېر دا د تالېبانو فتح او پېغور ښکاري ځکه غوسه دي. دوئ ارمان کوي او وایي آه مسعوده!
له خاورو سر راپورته کړه، دوښمنان دې په ګور اتڼونه کوي. تاجیک هېوادوال دا پېښه او دا اتڼ ټولو پښتنو ته منسوبوي.
دوئ ته دې وویل شي چې؛ تالېبان یوه ډله ده د ټولو پښتنو نمایندګي نه کوي او نه تالېبان په پښتونوالي باور لري.
په دې ډله کې ستا له حمید خراساني نیولې تر ازبک مخدوم عالم د ډېرو قومونو او ډلو خلک موجود دي. دوئ که د تاجک مسعود په قبر اتڼ کړی وي پښتون ډاکټر نجیب الله یې هم د ښار منځ کې اعدام کړی او لمر ته پرېيښی.
بناء د پښتون په مخاطب کولو کې احتیاط وکړئ!!

1 COMMENT

  1. برادران دری زبان محترمم شما دق نشوید این کار را یک چند بیعقل کرده ولی مردم پشتانه حتا به جسد وفات شده دشمن احترام و درناوی میکنند و به خویشان دشمن کشته شده خبر داده تا به عزت دفن شود عوض ان چند بیعقل ما عذر خواهی میکنیم غلط کرده هیچ ذکر قوم نکنید کارهای غلط مربوط پشتونان نیست ونه هم طالبان حتماً پشتونان اند چند نفر بیرانکار یکجای شده این غلطی را کرده قوم ههای افغانستان کل شان با هم برادر و برابر میباشد اتفاق اشد ضرورت ماست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب