Home+د جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې د کوچني اختر په...

د جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې د کوچني اختر په مناسبت د واليبال سيالي ترسره شوه

‏د ننګرهار ولايت له رسنيو دفتر څخه په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ کې د واليبال سيالي ترسره وشوه.
اعلاميه زياتوي، چې یاده سیالي د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست او د والیبال فدراسیون په همکارۍ د کوچني اختر په مناسبت ترسره شوه، چې په کې ګڼ شمېر د ورزش مینه والو او مسوولیونو ګډون درلود.

په ورته وخت کې بيا د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د مملې په تاريخي بڼ کې هم وړمه ورځ د کوچني اختر په مناسبت د واليبال سيالۍ پيل شوې وې.

واليبال سيالۍ د کرکټ او فوټبال تر څنګ د ورزش نوموتې سيالۍ بلل کېږي، چې د ننګرهار په ګڼو ولاياتو کې يې مينه وال شته او دا سيالۍ په ليوالتيا ترسره کوي.

1 COMMENT

  1. قدرمنو تیر اختر مومبارک وروڼو السلام علیکم
    بڼ د توپ بازی ځای ندی. بڼ کی ګلان او شنه بوټي وی، چی لغتو او منډو لاندی خرابیږی د فوتبال او ولیبال لپاره ورزشی ستیدیوم او د لوبو میدان پکار دی. افغانان پکی یا ولیبال کوی یا یی د موټرو تمځای یا دوکانونه پکی جوړوی یا پوډر پکی دود کوی. بڼ په تیره تاریخی بڼ لکه د مملی او سراج العماره او کوکب بڼ ځانګړی ساتنه غوواړی تیر رژیم د شورای ولایتی مفسدین د کوکپ بڼ کی اچولی و چی ایله ددوی موټر پکی نه ځاییدل پخوانی ونی او د ګلانو بوټی یی ټول ختم کړی و بله ورځ به ممله تاریخی بڼ هم سپره میدان وی نو د هر کار لپاره ځانګړی ځای وی . نه دا کار د کولو و او نه یی د خبر نشرول په کار و ددی په ځای باید تاند لارښوونه نشر کړی وای
    \په زیات احترام سره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...